اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي، چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې اکثريت ښځې د زېږون پر مهال مړې کېږي او يا هم روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله د زيږون پر مهال د را پیدا شويو عواقبو له امله ټول ژوند کړېږي.
دې صندوق نن (پنج شنبه، ۱۹ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې په لېرې پرتو سيمو کې د خوندي او ډاډمن زېږون لپاره د «کورنيو روغتيايي کورونه» جوړوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هم ويلي، چې د ۱۱ روغتيايي کورونو د جوړولو چارې يې ۸۰ سلنه مخ ته وړې دي.
دې سازمان له ايرانه د يوه راستانه شوي له خولې ليکلي: «دا اسانتياوې نه يوازې د ماشومانو او ميندو مړينه کموي، بلکې د مروجو ناروغيو د درملنې حياتي سرچينې هم برابروي.»
ويل کېږي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹.۵ ميليونه تنه په داسې سيمو کې ژوند کوي چې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
د روغتيايي مرکزونو، ډاکټرانو، درملو او روغتيايي تجهيزاتو کمښت د افغانستان د روغتيايي نظام اصلي ستونزې ګڼل کېږي.
دا وضعيت په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د پخواني دولت تر سقوط او بهرنيو مرستو تر قطع کېدو وروسته نور سخت شوی دی.
