اطلاعات روز: نيمروز کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په بکوا ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د اوبو یوې ژورې برمې ته لویدلې ده.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه نجلۍ تېره ورځ (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) د بکوا ولسوالۍ د مرکز اړوند سیمه کې ۸۰ متره برمې ته لویدلې او تر اوسه نه ده ژغورل شوې.
د سرچينې په خبره، د سیمې خلک او ځایي طالب چارواکي هڅه کوي چې برمې ته لویدلې نجلۍ وژغوري، خو له نږدې ۲۲ ساعتونو په تېريدو لاهم نه دي توانیدلي چې ياده نجلۍ وژغوري.
نیمروز کې ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تېرو دوو کلونو په موده کې د هېواد په سویلي ولايتونو کې په پرلپسې توګه ماشومان برمو ته لویږي، خو د دې چارې د مخنیوي په پار تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی.
که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار له خلکو غوښتي چې د سرلوڅو څاګانو سرونه پټ کړی، خو بیا هم د خلکو لخوا دغو غوښتونو ته پام نه دی شوی.
