د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: کابل ته د خپل ډيپلوماټيک فعاليت د ستنولو هيڅ برنامه نه لرو

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ودانت پاټيل ويلي، چې دا وزارت کابل ته د ډيپلوماټيک فعاليت د ستنولو هيڅ ډول لنډمهالې برنامه نه لري.

د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سيګار) په خپل تازه راپور کې د افغانستان په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت تازه ستراتېژي ته کتنه کړې او ليکلي يې دي چې په دې ستراتېژي کې د امريکا د موخو لپاره له طالبانو سره «د عملي اړيکو د رامنځته کولو» اړتيا ته پاملرنه شوې.

د سيګار له راپور سره سم، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به کابل ته د قونسلي خدماتو د احتمالي ستنيدنې لپاره پر احتمالي برنامه جوړونې، د منابعو پر تخصيص او د اسانتياوو پر پېژندنه هم کار وکړي.

خو، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند پرون دوشنبه (۱۶ د سلواغې) د يوې خبري ناستې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي: «موږ باوري يو چې ډېره مهمه ده چې د بهرنيو چارو د وزارت دريځ په بشپړه توګه روښانه کړو او هغه دادی چې موږ کابل ته د هيڅ ډيپلوماټيک فعاليت د ستنولو لپاره لنډمهالې برنامه نه لرو.»

ده زياته کړې، چې امريکا له طالبانو او په داخل او بهر کې له ډېری افغانانو سره په تعامل کې ده او بشري حقونه او د ښځو او نجونو زده کړې د دې تعامل په لومړۍ کرښه کې دي.

پاټيل ويلي، چې امريکا د ملګرو ملتونو په ګډون له خپلو شريکانو سره پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو پر خلاف تبعيضي اوامر لغوه کړي.

د ده په وينا، له طالبانو سره د اړيکو عادي کېدل د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو په احترام پورې اړه لري.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان پر وګړو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو سخت بنديزونه لګولي دي.

بشري حقونو ته درناوی د طالبانو د رسميت پيژندنې لپاره د ځينو هيوادونو شرطونه دي، مګر د سيمې يو شمېر هيوادونه پر دې شرط ټينګار نه کوي.

د سيمه‌ييزو هيوادونو ترمنځ چين په تازه توګه د طالبانو د سفير باورليک منلی دی، که څه هم په رسمي توګه يې د طالبانو د رسميت پيژندنې اعلان نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه