اطلاعات روز: د افغانستان بانک لپاره د طالبانو سرپرست ریيس مولوی هدايت الله بدري وايي، دوی هڅه کوي چې هيواد کې ټول بانکونه اسلامي بانکولۍ ته واړوي.
نوموړي تېره ورځ (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) په پکتيا ولايت کې يوې غونډې ته په وينا کې زياته کړه، چې د افغانستان بانک د تېرو دوو کلونو پر مهال توانېدلی چې د اسلامي بانکولۍ برخه کې د پام وړ هڅې وکړي.
هغه د افغانيو ارزښت او دودولو لپاره د سوداګرو، ديني علماوو او عامو خلکو رول مهم وباله او د دې لپاره يې د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
هدایت الله بدري وويل: «د افغانستان بانک په تېرو څه باندې دوو کلونو کې توانېدلی چې د اسلامي بانکولۍ د پراختيا لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي، تر دې مهاله د کوچنيو پورونو د ورکړې لپاره يو بانک په بشپړه توګه اسلامي شوی دی او نورې هڅې هم روانې دي چې ډېر ژر نور بانکونه هم اسلامي شي.»
د پکتيا ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د يادې غونډې موخه په ټول هيواد کې د افغانيو دودول، د بانکي سکتور ملاتړ، د پولي سياستونو پلي کول او د اسلامي بانکوالۍ پراختيا بلل شوې وه.
