خلک: د ښې حکومتولي خدمتونو مرکز جوړېدو ته خوښ يو، خو بايد دوامدار وي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت اوسېدونکي په ګردېز ښار کې د ښې حکومتولي د خدمتونو مرکز په جوړېدو خوښ دي او وايي چې له دې سره په دولتي ادارو کې د خلکو کارونه ژر خلاصيږي.

دوی وايي چې ياد مرکز مراجعينو ته اسانتيا ده او ټينګار کوي چې بايد دوام پيدا کړي او له منځه ولاړ نشي.

په ګردېز کې د ښې حکومتولي مرکز «GSM» د «يو چتر لاندې» په نوم تېره اونۍ د پکتيا د والي محمدحليم فدايي لخوا جوړ او په فعاليت يې پي وکړ.

په دې مرکز کې د ولايت مقام په ګډون د ټولو ادارو کارکوونکي ناست وي او د هر مراجع کار په هماغه ځای کې ورته کوي.

د ګردېز اوسېدونکی عبدالرحيم ګرديزي ياد مرکز د اسانتياوو په برخه کې مهم ګام يادوي او وايي چې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو سره پر دولت د خلکو باور نور هم زياتيږي.

ګرديزي په خپل وخت د خلکو د کارونو تر سره کېدل د وخت ضايع کېدو او فساد کمېدو په برخه کې ګټور بولي او له خلکو هم غواړي چې د ادارو د چارو له روڼتيا سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه: «دلته د يوې هفتې کار په يوه ورځ کې خلاصيږي. اسانه خدمات وړاندې کيږي. کله چې د خلکو او دولت تر منځ فاصله نه وي، نو د امنيت په ګډون په هره برخه کې ښه تاثير لري.»

مدني فعال نورګل نوري اطلاعات روز ته وويل چې تر دې وړاندې به خلک د کارونو خلاصولو لپاره په ورځو په ادارو او مسولينو پسې ګرځېدل، خو په خبره يې د دې مرکز په رامنځته کېدو ياده ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

نوري وايي: «دا د سهولت او نږدې کېدو فضا ده. کله چې د کاغذ پراني او د کار ځنډول نه وي، باور او پرمختګ دواړه رامخې ته کيږي. موږ يې دوام غواړو.»

د احمدخېلو ولسوالي اوسېدونکی مايل وايي چې د احصايې او کرنې رياستونو اړوند ځينې کارونو لپاره ګردېز ته راغلی و او دواړه چارې يې تر پخوا په کم وخت کې تر سره شوې دي.

مايل وويل چې ځينې مهال د ولسواليو اوسېدونکي د خپلو کارونو خلاصولو لپاره په ګردېز کې په هوټلونو يا د خپلو خپلوانو په کورونو کې آن څو شپې کوي او په هره اداري برخه کې د ورته اسانتياوو رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه: «زما کارونه و، په يوه ځای کې له يوه مېز نه بل او له بل نه بل ته حل شول؛ يوه لاره وشوه او له ستړو خلاص شو. موږ همدا غواړو چې له سرګردانيو خلاص شو او کارونه مو هسې ونه ځنډيږي، چې کله بيا انتظار کوو او کله زنګونه ورته کوو، خو څوک پيدا کيږي نه.»

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري هم د دې مرکز جوړېدل د خدمتونو او ښې حکومتولي په برخه کې ګټور چاره بولي او پر تداوم يې ټينګار کوي.

قادري وايي چې دا مرکز د فساد په کمېدو کې هم ښه رول لري او زياتوي چې په منظم ډول د دې مرکز د چارو مخ ته تلو لپاره دې يې دومداره څارنه وشي.

نوموړي زياته کړه: «دا هم فساد دی چې يو مامور هسې وخت تېر کړي او د چا کار خلاص نکړي. دا د ښار منځ، معلوم او نږدې ادرس دی، چې خلک په اسانۍ ورته راتلای شي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا دې دوامداره پاتې نشي او يوازې نمايشي دې نه وي، چې فېسبوک کې عکسونه واچول شي او خلاص.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې د دې مرکز له جوړېدو سره اداري لګښتونه خورا زيات کميږي، د روڼتيا له تامين سره مرسته کوي او د خدمتونو چټک کېدو سربېره له شته امکاناتو زياته استفاده کيږي.

فدايي خلکو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو او ښې حکومتولي ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې يادې چارې ته به پراختيا ورکړي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «په هره اداره کې به د چارو د چټکتيا او ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره دوامدار کار وشي. موږ خپل ولس ته د خدمتونو وړاندې کولو مسول يو او زه او زما ټول مامورين دې ته ژمن يو.»

حليم فدايي په لوګر او خوست ولايتونو کې هم د خپل ماموريت پر مهال ورته مرکزونه جوړ کړي و، خو په لوګر کې د نوموړي له تګ وروسته او په خوست کې عمدتا د کرونا له امله يې دوام ونکړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه