اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د روزنځايونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا راپور رد کړی دی.
ښاغلي مجاهد نن (پنجشنبه، ۱۲ د سلواغې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي: «له القاعدې سره هيڅ تړلی کس په افغانستان کې نشته.»
ده دا راپور «پروپاګنډ» بللی او ويلي يې دي: «متأسفانه د امنيت شورا راپور له داسې سرچينو څخه دی چې شل کاله د خپلو ګټو په خاطر د اشغال تر څنګ ولاړ و او د افغانستان له ازادۍ، ابادۍ او امنيت سره حساسيت لري.»
د طالبانو وياند ويلي چې کومو هيوادونو په افغانستان کې ماتې خوړلې، خپله «کينه» ښکاره کوي او «داسې افواهات» خپروي.
ده زياته کړې: «خو هغه غړي هيوادونه چې له افغانستان سره ښې اړيکې لري، بايد اجازه ورنه کړي چې د دې نړيوال بنسټ اعتبار زيانمن شي او پرېکړي يې د يو څو هيوادونو پر سياسي موخو را وچورلي.»
د طالبانو وياند د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي چې اجازه دې نه ورکوي چې په افغانستان کې يې اعتبار تر پوښتنې لاندې راشي.
ده د افغانستان د شل کلن کړکېچ «بنسټيز لامل د داسې بې بنسټه معلوماتو پر اساس قضاوت کول» بللي دي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شننې او ارزونې ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي چې له القاعدې سره د طالبانو اړيکې د دوی د تعهد بر خلاف لا هم نژدې دي.
په دې راپور کې راغلي چې القاعدې په غزني، لغمان، پروان، ارزګان او پنجشير کې اته روزنيز مرکزونه جوړ کړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا راپورونه رد کړي او هغه يې «تبليغات» بللي دي.
