د امريکا پخوانی لوړپوړی نظامي: هزاره ګان له پېړيو راهيسې له قومي سرکوب او ځورونې سره مخ دي

Photo: HFAC

اطلاعات روز: د امريکا د ځانګړو ځواکونو پخواني لوړپوړي غړي جاسټين ساپ د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په استماعيه غونډه کې ويلي چې په افغانستان کې هزاره ګان له پېړيو راهيسې له قومي او توکمیز سرکوب او ځورونې سره مخ دي.

ده تېره شپه (چهارشنبه، ۱۱ د سلواغې) دا خبرې په افغانستان کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو د «انجينر محمد خان» په نوم هزاره ژباړن او همکار وضعيت ته په اشارې کړې دي.

د امريکا د ځانګړو ځواکونو دې پخواني غړي ويلي چې د ۱۹۸۸ پر مهال چې کله طالبانو د افغانستان شمال ونيو، په زرګونو هزاره وګړي يې ووژل.

ده ويلي: «دا جناياتونه د ژورو قومي تعصباتو او له دې امله دي چې هزاره ګان د شيعه اسلام پيروان دي؛ دا مذهب د طالبانو له لوري بدعت ګڼل کېږي.»

د «انجينر محمد» او «روزي خان» داستان

ډګروال جاسټين ساپ د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په استماعيه غونډه کې په افغانستان کې د خپلو دوو همکارانو وضعيت بيان کړی دی.

ده دا افراد «انجينر محمد» چې له هزاره قوم څخه دی او «روزي خان» معرفي کړي او ټينګار يې کړی دی چې د امنيتي مسايلو له وجې يې واقعي نومونه تغيير کړي دي.

جاسټين ساپ د امريکا د ځانګړو ځواکونو له هغو لومړنيو افسرانو څخه و چې افغانستان ته لېږل شوی و، ويل شوي چې انجينر محمد د ژباړن او لارښود په توګه له دوی سره همکاري کړې ده.

ده ويلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر مياشت کې د انجينر محمد د اوسېدو په کلي کې عمليات وکړل او د ده د نيولو امر يې ورکړ.

د امريکا د دې پخواني نظامي په وينا، طالب چارواکو په دې عملياتو کې د محمد د کورنۍ غړي نيولي، وهلي يې دي او پلټنې يې ترې کړې دي او هغوی ته يې ويلي چې نوموړی بايد له امريکايي ځواکونو سره د همکارۍ په تور اعدام شي.

دې امريکايي نظامي ويلي چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه لس ځلې د محمد پر کور چپاو ور وړی او هر ځل يې د هغوی شتمنۍ لوټ کړې او دروازې او کړکۍ يې ورته ماتې کړې دي.

ده زياته کړې چې طالبانو په وروستي بريد کې ګواښ کړی دی چې د امريکايي ځواکونو د دې پخواني ژباړن لور به خپلو ځايي چارواکو ته وکړي؛ هغه چارواکي چې دوې يا درې ښځې لري.

ډګروال جاسټين ساپ ويلي چې محمد اړ شوی چې دشپې خپل ځای بدل کړي او له هماغې ورځې تر اوسه يې بيا خپله کورنۍ نه ده ليدلې.

جاسټين ساپ خپل بل همکار د «روزي خان» په نوم معرفي کړی دی چې د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر مهال د القاعدې د زندانيانو په شورش کې ووژل شو.

ده ويلي چې د ۲۰۲۱ په نومبر د روزي خان تر مرګ شل کاله وروسته طالب قومندانانو د نوموړي د ميرمنې او اولادونو د اوسېدو ځای راپيدا کړی، د دوی کور يې ورته ويجاړ کړی او د هغه مشر زوی يې نيولی او څو ورځې يې وهلی او ټکولی او شکنجه کړی دی.

ده زياته کړې چې د روزي خان مشر زوی د طالبانو له لوري تر شکنجې وروسته اوس مهال د بډوګي له جدي تکليف او له فزيکي او رواني ستونزو کړېږي.

د امريکا دې پخواني نظامي ويلي چې طالبانو د روزي خان ميرمن او لور هم په جبري واده ګواښلي دي.

ډګروال جاسټين ساپ چې له يو شمېر نورو امريکايي نظاميانو سره يې د «Badger Six» په نوم بنسټ د خپلو افغان همکارانو د ژغورنې لپاره جوړ کړی، ويلي چې دې بنسټ د روزي خان کورنۍ پاکستان ته انتقال کړې، خو اوس هم ورته د طالبانو له لوري ګواښونکي پيغامونه راځي.

ده د امريکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کميټې په استماعيه غونډه کې ويلي چې زموږ تر وتلو وروسته په افغانستان کې زموږ هر يو همکار له ګواښ سره مخ دی او د هغوی د مرستې غوښتنه يې کړې ده.

ده ويلي چې که له دوی سره مرسته ونه کړو، د هغه دښمن له لوري وژل کېږي چې د ۲۰۰۱ پر مهال يې له موږ سره د همدې دښمن په ماتولو کې مرسته کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه