د «افغانستان د ښځو اعتراضي غورځنګونو» د دوحې په غونډه کې د پراخ حضور غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د «افغانستان د ښځو اعتراضي غورځنګونو» ملګرو ملتونو ته په يوه پرانيستي ليک کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د هيوادونو د ځانګړو استازو په دويمه غونډه کې د طالبانو د مخالفينو په ځانګړې توګه د ښځينه معترضينو د پراخ حضور غوښتنه کړې.

دا پرانيستی ليک پرون (چهارشنبه، ۱۱ د سلواغې) ملګرو ملتونو ته ليږل شوی چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د هيوادونو د ځانګړو استازو د دويمې غونډې کوربتوب کوي.

په دې ليک کې ويل شوي: « د ښځو د اعتراضي خوځښتونو استازې بايد د افغانستان د کړکېچ په تړاو په ټولو نړيوالو غونډو کې د طالب ترهګرو، نسل وژنې او روان جنسيتي اپارتايډ پر وړاندې د قوي مبارزينو په توګه موجودې وي.»

د معترضو ښځو خوځښتونو په دې ليک کې ويلي، چې د طالبانو د باصلاحيته مخالفينو د استازو حضور ته د هر ډول نه پاملرنې په صورت کې به د دې غونډو پايلې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه وي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وضعيت به نور هم بدتر کړي.

دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د وضعيت په ځانګړي توګه د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه مسوولانه چلند وکړي او د افغانستان د ښځو پر وړاندې دې د دې سازمان اعتبار وساتي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د روانې فبروري مياشتې پر ۱۸ او ۱۹مو نېټو په دوحه کې جوړه شي.

لاهم څرګنده نه ده چې له افغانستان څخه څوک دې غونډې ته بلل شوي دي، خو د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ويلي، چې دا ډله دې غونډې ته بلل شوې ده.

د افغانستان يو شمېر نورو سياسي ډلو هم له ملګرو ملتونو غوښتي چې دوی دې غونډې ته ور وغواړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه