د امريکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر: طالبان او لوږه د افغانستان د پخوانيو نظاميانو ژوند ګواښي

Photo: HFAC

اطلاعات روز: د امريکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مايکل سيزمار د افغانستان د پخوانيو نظاميانو سخت وضعيت ته په اشارې وايي، که يې طالبان ونه نيسي او ويې نه وژني، لوږه به يې ووژني.

ښاغلي سيزمار چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۱ د سلواغې) يې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په استماعيه غونډه کې خبرې کولې وويل، چې د افغانستان پخوانيو نظاميانو د امريکايي ځواکونو تر څنګ صادقانه خدمت کړی، خو اوس يوازې پرېښودل شوي دي.

د امريکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني افسر د «رفيق» په نوم يوه بنسټ په استازيتوب په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان پخواني نظاميان او د هغوی کورنۍ په «سختو شرايطو» کې ژوند کوي.

ده زياته کړه چې طالبان د دې نظاميانو د نيولو په لټه دي او هغوی د خپلو کورنيو اړتياوې نه شي پوره کولای.

کاپیتان سیزمار همدا راز ويلي، چې دوی د افغانستان د پخوانيو نظاميانو د وژنې او شکنجې زيات موارد مستند کړي دي.

ده د بېلګي په توګه وويل، چې طالبانو د افغانستان د پوليسو يوه پخوانۍ افسره د خپل مېړه پر وړاندې اعدام کړې ده، د پنجشېر تر سقوط وروسته يې له دوو ۱۲ کلنو ماشومانو سرونه پرې کړي او د ملي امنيت دوه غړي يې د «امن ‌ليک» له درلودلو سره-سره راځړولي دي.

ښاغلي سيزمار همدا راز د افغانستان د يوې پخوانۍ نظامي سرتيرې «نورا» نوم واخيست او ويې ويل چې دا د تخليې له بهيره پاتې شوې وه او طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې دا معلومه کړه او د خپل کور په مخکې يې ووژله.

ده همدا راز د افغانستان د پخوانيو نظاميانو او سرتېرو نوم واخيست چې د طالبانو له لوري نيول شوي او شکنجه شوي دي.

د امريکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني افسر وويل، چې د افغانستان پخواني نظاميان لاهم هېله من دي چې د امريکا له لوري به نه وي هېر شوي او هېله يې وښوده چې د کنګرې تر ارزونې وروسته به د دې افرادو لپاره د کډوالۍ د ځانګړې ويزې (ايس آی وي) شرايط بدل شي.

د امريکا يو شمېر پخوانيو نظاميانو هم د دې هيواد د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په غونډه کې د افغانستان د پخوانيو نظاميانو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

دوی د طالبانو له لوري د افغانستان د پخوانيو نظاميانو د وژنې، نيونې او شکنجې ګڼو پېښو ته په اشارې دې نظاميانو او د هغوی کورنيو ته د شته خطرانو او ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده.

د امريکا يوې پخوانۍ نظامۍ اليزابت لين د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې غړو ته وويل، چې د افغانستان پخواني نظاميان د طالبانو له بې رحمانه تعقيب سره مخ دي.

د «مورال کامباس» په نوم د بنسټ مشاورې امي مارټين چې ځان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې تر بريدونو وروسته نسل استازې معرفي کړه، د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې غړو ته وويل، چې د امريکايي ځواکونو د افغان همکارانو په اړه چې دوی کوم تصميم نيسي، د دې او تر دې پر وروسته راتلونکي نسلونو به اغېز ولري.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکه کميټه له افغانستانه د دې هيواد د وتلو بهير او د هغه اغېزې ارزوي او په همدې موخه يې ګڼې استماعيه غونډې جوړې کړې دي.

په دې غونډو کې بېلابېل امريکايي نظاميان او چارواکي او يو شمېر افغان څيرې ور غوښتل کېږي چې شاهدي ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه