اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي د برېښنایي تذکرو پر وېش نیوکه کوي او وایي، ترلاسه کول یې څو میاشتې وخت نیسي.
د دغه ولایت د مومند درې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحق چې له خپلو دوو اولادونو سره جلال اباد ښار ته د برېښنایي پیژندپاڼو د اخیستو په موخه یو مرکز ته راغلی وایي، شپږ اوونۍ وړاندې یې د برېښنایي تذکرو د ترلاسه کیدو په موخه نوملیکنه کړې خو تر اوسه یې په ترلاسه کیدو نه دی بریالی شوی.
نوموړي په دې ولایت کې د برېښنایي تذکرو پر مامورینو نیوکه کوي او وایي، د تذکرو د ترلاسه کیدو په موخه مرکز ته د راغلو مراجعینو کارونه په وخته نه خلاصیږي او د زیاترو طالب پلویانو کارونه د رابطو له مخې کیږي.
عبدالحق زیاتوي: «زما د ثبت نام څه کم دوه میاشتې پوره کېږی خو تر اوسه یې په اخیستو نه یم توانیدلی غوښتنه کوو چې باید د تذکرو د وېش بهیر چټک شي او خلکو ته دې خدمات لا زیات شي.»
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی اسدالله هم ورته شکایت کوي او وایي، چې درې میاشتې وړاندې يې د برېښنايي تذکرې لپاره عریضه کړې، خو تر اوسه يې نه ده ترلاسه کړې.
د نوموړي په خبره د خلکو ګڼه ګوڼه، د برېښنایي تذکرو د مرکزونو کمښت، د مامورینو کم ظرفیت، د رابطو پر اساس د تذکرو ورکړه، د بایومټریک په برخه کې د نوبت نه مراعات کول او په نورو بهانو د کارونو ځنډول هغه لاملونه دي چې له امله یې د تذکرو ویش په ځنډ سره مخ ته ځي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
اسدالله زیاتوي: «ما درې میاشتې کیږي فورمه ډکه کړې او راته وایي، چې مونږ درته زنګ وهو، چې بایومیټریک ته راشې خو تراوسه یې هیڅ زنګ نه دی وهلی، که د چا کوم طالب واسطه وي کارونه یې پر وخت خلاصیږي خو که واسطه نه لرې نو زما په شان به د تذکرې په تمه میاشتې انتظار کوي.»
د برېښنایي پیژندپاڼو یو شمیر نور مراجعین هم ورته څرګندونې کوي او د یادې ستونزې د حل لپاره د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د برېښنایې تذکرو د ورته نورو مرکزونو او په یاده برخه کې له طالب چارواکو د لازمو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د احصایې ریاست مسوولین هم تر یوه بریده د خلکو ستونزې مني او وایي، څه موده وړاندې په مرکز او ولایتونو کې چاپ شوې تذکرې خلاصې شوې وې چې له کبله یې شاوخوا دوه نیمې میاشتې د برېښنایي پیژندپاڼو د وېش بهیر دریدلی و.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو احصایې رییس مولوی نظر محمد په وینا چې اوس يې وېش بیرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د هغه په خبره د یوې برېښنايې تذکرې اخیستل لس ورځې وخت اخلي چې کله نا کله د مرکزي ادارې د چاپي ځنډ له مخې دا موده غځيږي، خو په خبره يې چې هڅه کوي د مراجعینو کارونه ژر ختم کړي.
د نوموړي په خبره اوس مهال ننګرهار کې د برېښنایي پیژندپاڼو د وېش څلور مرکزونه فعالیت کوي او په نوي لمریز کال کې به په دغه ولایت کې د برېښنایي تذکرو د وېش په برخه کې د اسان خدماتو څانګه هم پرانیستل شي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو په خپلو مرکزونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو بيه ۵۰۰ افغانۍ او د اسان خدمت په دفتر کې ۷۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.
