اطلاعات روز: له هلمند ولايت څخه يوې سرچينې ويلي چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې يو ۲۸ کلن ځوان په دار ځړول شوی دی.
د سرچينې په وينا، دا پېښه پرون (سېشنبه، ۱۰ د سلواغې) ناوخته مهال رامنځ ته شوې. د يادې سرچينې له معلوماتو سره سم، دا کس د خپل کور څنګ ته د يوې مدرسې په چت پورې زندۍ شوی دی.
سرچينې، د مړه شوي کس نوم «بورجان» ښوولی او ويلي يې دې چې لا هم څرګنده نه ده چې دې کس په خپله ځان وژنه کړې او که د بل چا له لوري په دار شوی دی.
په هلمند کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دې ويلي.
