اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې مرستيالې مديرې هيډر بار د ښځو پر خلاف د تبعيض د له منځه وړلو کنوانسيون له غړو هيوادونو غوښتي چې په لاهه کې د عدالت په نړیواله محکمه (آی سي جي) کې د طالبانو په وړاندې قضيه پرانيزي.
دې په يوه مطلب کې چې نن (چهارشنبه، ۱۱ د سلواغې) د بشر حقونو د څار پر ويبپاڼه خپور شوی دی، په غزه کې د نسل وژنې د کنوانسيون د نقض له مخې د اسراييلو پر خلاف د سويلي افريقا قضيې ته اشاره شوې او ويل شوي چې په افغانستان کې دننه او دباندې يو شمېر ښځې د همدې موضوع په لټه دي.
د عدالت نړیواله محکمه يا هم نړیواله محکمه چې د ملګرو ملتونو قضايي رکن دی، د دولتونو تر منځ اختلافات حل کوي خو د هيډر بار په وينا، په دې وروستيو کې له بشري حقونو سره تړلې قضيې هم په دې محکمه کې ثبت شوې دي.
د بشر حقونو د څار مرستيالې مديرې زياته کړې چې د ښځو او نجونو «وحشيانه سرکوب» او د طالبانو له لوري يې له حقونو څخه محروميت د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعيض د مخنيوي د قانون څرګند نقض دی چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې تصويب کړی دی.
د هيډر بار په وينا، د ښځو پر خلاف د تبعيض د مخنيوي کنوانسيون د معاهدې د يو اړخ هيوادونو ته اجازه ورکوي چې له نورو غړو هيوادونو سره د کنوانسيون د «تفسير يا اجرا په تړاو» خپل اختلافات چې په مذاکره يا هم منځګړيتوب نه وي حل شوي، د عدالت نړيوالې محکمې ته وسپاري.
دې ليکلي چې په نړۍ کې ډېری دولتونو د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو بريد غندلی. د اغلې بار په وينا، په داسې حال کې چې نړيواله جزايي محکمه د طالبانو پر خلاف ادعايي جنايات ارزوي، د عدالت نړيواله محکمه هم د افغانستان د ښځو ملاتړو دولتونو ته د طالبانو د ناوړه استفادې د قضايي تعقيب اختيار ورکوي چې مثبت اغېز لرلای شي.
هيډر بار ليکلي: «افغان ښځې او نجونې د هغې ورځې وړ دي چې په محکمه کې د طالبانو پر خلاف حضور ولري او د عدالت نړیواله محکمه په دې لړ کې مهم رول لرلای شي. د تبعيض د مخنيوي کنوانسيون د يوه غړي دولت ملاتړ دا چاره ممکن کولای شي.»
که څه هم افغانستان د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعيض د مخنيوي قانون منلی دی، خو د طالبانو حکومت چې تر اوسه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی منل شوی، دا کنوانسيون نه دی تاييد کړی.
دې ډلې د واک له تر لاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو پر خلاف سخت محدوديتونه وضع کړي دي. د افغانستان ښځې اوس مهال د تحصيل، کار او تګ – راتګ له ازادۍ محروم دي.
طالبانو د وروستيو اونيو پر مهال په يو شمېر ښارونو کې ځوانې ښځې او نجونې د دې ډلې د منلو وړ پوښاک د نه رعايت له وجې نيولې دي، هغه اقدام چې د طالبانو منتقدين يې انسان تښتونه بولي.
