په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي کورونه؛ د کندهار خلک یې د جوړیدو غوښتنه کوي

کندهار د هیواد یو له جګړه ځپلو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې دغلته د تېرو شلو کلونو پر مهال د سختو جګړو له کبله د ډیری خلکو کورونه ړنګ شوي او اوس مهال بیا ترمیم او رغولو ته اړتیا لري.

د دې کورونو زيات شمېر يې د کندهار په لېرې پرتو ولسواليو کې ویجاړ شوي، چې ځينې يې د خپلو مالکينو لخوا بيا ځلي جوړ او ترميم شوي، خو ډیر شمیر کسان بیا د بې وزلۍ له امله نه دي توانیدلي چې خپل کورونه ورغوي. دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د کورونو په جوړولو کې ورسره لازمې مرستې وکړي.

د کندهار د پنجوایي اوسېدونکی ۴۰ کلن حجت الله چې درې کاله وړاندې په دې ولسوالۍ کې د سختې جګړې له امله له خپلې اصلي مېنې بې ځایه شوی وایي، هغه مهال یې کورونه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل او سخت ویجاړ شول چې اوس د استوګنې وړ نه دي او بیا ترمیم ته اړتیا لري.

نوموړی چې اوس د کندهار ښار په میرویس مېنه کې ژوند کوي زیاتوي، چې ښار کې یې ژوند سخت تیریږي او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپلې اصلي مېنې ته ستون او خپل کور د پخوا په څیر جوړ کړي.

د ده په خبره، چې د ملګرو ملتونو یو شمیر بنسټونو داخلي بې ځایه شویو سره خپلو مېنو ته د بېرته ستنیدو په موخه مرستې کړي، خو دی له پامه غورځول شوی او چا ورسره مرسته نه ده کړې.

حجت الله وویل: «جنګ جوړ شو، خلکو ويل طالبان راغلي امريکايان بمبار کوي، د شاوخوا مهال ټول کورونه په ګډه ښار ته راغلو، طالبان مو کورو ته راغلل، کومنډويان او امريکايان مو کورو ته راغلل باره زموږ کورونه د جنګ په ميدان بدل شول، نه مو طالبانو ته څه ويلای شوای نه مو امریکايانو ته، جنګ د دوی ترمنځ وو، کورونه زموږ ونړېدل، هغه بله ورځ ورغلم، په ټول کور کې روغ ځای نه وو، گرده خونې نړېدلې وې.»

هغه د طالبانو پر واکمن حکومت او نړيوالو بنسټونو غږ کوي، څو د هغو افغان وګړو کورونه بيا ځلي ترميم او جوړ کړي چې د طالبانو، امریکایانو او پخواني حکومتي ځواکونو ترمنځ په جګړو کې وران شوي دي.

د دې ولسوالۍ بل اوسيدونکی ۲۵ کلن اباسين وايي، د تېرو جګړو له امله بې ځایه او کورونه یې ویجاړ شول، چې اوس په یوازې ځان دومره وس نه لري چې خپل کور جوړ کړي.

نوموړی چې د دې هرڅه پړه پر طالبانو، بهرنیو ځواکونو او د تېر نظام په ځواکونو اچوي؛ د نړیوالو موسېساتو غوښتنه کوي، چې دوی سره دې مرستې وکړي.

اباسین چې څو ځله یې د بې ځایه شویو په لېست کې نوم لیکنه کړې وایي، چې د اداري فساد له امله یې نوم نه دی راوتی او چا ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه ادعا کوي: «ماښام به امريکايان په طالبانو پسې ګرځېدل، طالبان به زمونږ کورونو کې پټېدل، ملي اردو او کومنډويانو به د هيڅ چا پروا نه کوله يو مخ يې عوام خلک او طالبان وژل، که د کورونو څخه وتلي نه وای نو مړه کېدو، طالبان او پوليسو به جنګ شروع کړ نه مو ورځ معلومه وه نه شپه، بيا راغلو چونۍ ته سرګردانه لالهانده ګرځېدلو، تر دا نن ورځې چا د لس افغانۍ کومک ولاکه راسره کړی وي.»

د کندهار په جګړه ځپلو سیمو کې د زیات شمیر کسانو کورونه ویجاړ شوي دي

دغه راز د زیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی ۳۲ کلن رحیم الله بیا زیاتوي، چې د امریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې یې یو شمیر کلیوال ووژل شول او کورونه هم یې ویجاړ شول چې اوس یې د جوړیدو توان نه لري.

هغه چې تېر کال بیرته خپلې مېنې ته ستون شوی د طالبانو له سرپرست حکومت او نړيوال موسېسات غوښتنه کوي چې دوی سره د کورونو په ترمیم کې مرسته وکړي.

رحیم الله وویل: «امريکايانو ته راپور ورغلی و چې په دې کلي کې طالبان دي، نو چې موږ سره خبرېدو بمبارۍ او عمليات شروع شول، بيا مو په کلونو کلونو د خپل ټاټوبي څخه لېري په ښار کې ژوند کاوه، نو په جنګ کې ټول اړخونه ملامت وو، ولي چې د دوی په جنګو کې ترټولو ضررمن عوام خلک شول، وراره ګان مو مړه شول، پر کوچنۍ لور مې ماين پټاو شو.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستانېدونکو چارو رياست وايي، د داخلي بې ځايه شويو او بهرنيو راستانه شويو افغان کډوالو لپاره يې لازم اقدامات په پام کې نيولي او د همکارو موسېساتو پر مټ یې د تېرو جګړو بې ځایه شویو سره نغدي مرستې هم کړې دي.

د دغه ریاست مسوولین وایي: « تريولک زيات داخلي بې ځایه شوي موږ بېرته خپلو مېنو ته ستانه کړي، په دې کې د موسېساتو همکاري هم وه، کورونه مو ورته ترميم کړي، نغدي مرستې مو ورسره کړي، د کار زمینه مو ورته مساعده کړې ده.»

همدارنګه د ملګروملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ويلي، چې اوس مهال افغانستان کې شاوخوا درې نيم ميليونه داخلي بې ځايه شوي وګړي شتون لري.

د دې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې چې ۸ ميليونه او ۲ لکه افغانان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي چې درې ميليونه يې داخلي بې ځايه شوي تشکلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه هم د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ د تېر کال نومبر میاشت راهیسې پېل شوې او تر دې دمه یې زرګونه افغان کډوال هیواد ته راشړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه