له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال پر دوی د اسوګنیزو نمرو د ویش غوښتنه کوي

د هيواد د ډيرو نورو ولایتو په څیر په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې هم له پاکستان څخه په دې وروستیو کې بيرته راستنه شوي کډوال بې سرپنا او تر خېمو لاندې ژوند کوي.

دغه کورنۍ چي د ننګرهار، په سره رود، کوټ، بټي کوټ، بهسودو، کامې او د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي او نورو سیمو او دښتو کې یې خېمې درولي وایي، د ژمي په دې سړه هوا کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دلاور چې د خپلې دولس کسېزې کورنۍ سره په دې وروستیو کې له پاکستانه راستون شوی وایي، د استوګنې ځای نه لري او اوس مهال په کرایه کور کې اوسیږي.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه د استوګنیزو نمرو د ویش غوښتنه کوي.

 دلاور زیاتوي: «دوه میاشتې کېږي چې د تورخم له لارې هیواد ته راستون شوی یم دولس کسیزه کورنۍ لرم، کار نشته او دغه راز په کرایه کور کې اوسیږم مونږ سره حکومت د نمرو د ورکړې ژمنه کړې وه، خو تراوسه هیڅ نه دي شوي او غوښتنه مو دا ده چې د کډوالو ستونزو ته دې جدي پام وشي.»

د دغو راستنو شویو کډوالو کورنيو يو بل غړی فردوس د سړې هوا له کبله په ژړغوني غږ د مرستي غوښتنه کوي.

هغه وایي، چي د لازمو ژمنیو توکو نشتون له کبله یې د شپې د ماشومانو ډير ساړه کيږي او په هيڅ نه توديږي.

نوموړی اوس مهال د بهسودو ولسوالۍ اړوند «دامان» سیمه کې په یوه خېمه کې له شپږ کسیزه کورنۍ سره اوسیږي.

د هغه دغه زړې خېمې ته چي سړی وگوري نو پوهيږي چي دا خو د هيڅ ډول د سړې هوا مخنيوی نه شي کولای.

د نوموړي په خبره د راستنیدو پرمهال ورته طالب چارواکو ویلي، هغه کډوال چي له پاکستان څخه راستانه شوي او له ځان سره د مهاجرت په فورمه کي د سرپنا ځاى ونه لري، نو دوى به هغوى ته د استوګني لپاره د مهاجرينو په ښارګوټي کي يوه نمره ځمکه ورکړي.

فردوس وویل: «د کور ځای نه لرم ځکه مونږ لا پخوا د ځای نشتون له امله پاکستان ته کډوال شوي وو، اولادونه مو هلته زیږیدلي اوس چې پاکستان مجبور کړو او خپل هیواد ته راستانه شوو نو دلته ستونزې زیاتې دي، یوه خېمه هغه هم زړه شوې او اقتصادي ستونزې زیاتې دي مونږ سره د ځمکو او د استوګنیزو نمرو د ویش ژمنه شوې او غوښتنه کوو چې دا لړۍ ژر پېل شي ځکه راستانه شوي کډوال له زیاتو ستونزو سره مخ دي.»

نوموړی زیاتوي که ورته د کار زمینه برابره شي، زرګونه نورې کورنۍ به هم راستنې شي.

د لغمان اوسیدونکی محمد ولي هم د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي او وايي، له پاکستان څخه راستانه شويو کډوالو ته له راستندیو وروسته څه ډول چې لازمه وه، مرستې نه دي رسېدلي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

محمد ولي زیاته کړه: «له کله نه چې راستانه شوي یو، له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یو او د ځای نشت له امله اوس مهال په کرایه کور کې ژوند کوو له حکومت غوښتنه کوو، چې موږ ته دې د استوګنې نمرې راکړي چې شته ستونزې حل شي.»

بل لور ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني ویلي، د راتلونکي پسرلي له پېل سره سم به راستنو شویو افغان کډوالو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو وېش پېل شي.

نوموړي دا څرګندونې تیره اوونۍ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په تورخم ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو ته کړي.

حقاني زیاته کړې: «راستنېدونکو افغانانو د ستونزو په حل کې په اقدام بوخت یو او هڅه کې یو، چې د راتلونکې پسرلي له پېل سره به راستنو شویو افغان کډوالو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو وېش پېل شي، چې له پخوا په دې برخه کې لا ډېر کار شوی.»

نوموړی داسې مهال کډوالو ته د نمرو د ورکړي ژمنې کوي، چي د مخکیني حکومت پر مهال هم د ننګرهار قاسم آباد او شیخ مصري ښارګوټی د کډوالو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د دغه ښارگوټو ويش بشپړ نه شو او تر دې دمه یې د جوړولو چاري نيمګړي پاتې دي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پېل کړه، چې تر دې مهاله یې له نیم میلیون ډیر افغانان هیواد ته راشړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه