نورستان کې پنځوس سلنه خلک له مخابراتي او ۷۰ سلنه نور له انټرنېټي خدمتونو بې برخې دي

نورستان کې ځايي خلک وايي، چې د دغه ولایت د مرکز پارون په ګډون په لېرې پرتو ولسوالیو کې د  مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت کمزوری او ګڼې سیمې یې حتی له پوښښ بې برخې دي، چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، د پخواني شل کلن جمهوري نظام پر مهال یې د ناامنیو له امله دې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې او په خبره یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم د یادې ستونزې د حل لپاره د پام وړ ګام نه دی اخېستل شوی.

بل لور ته نورستان کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست چارواکي د خلکو شکایتونه مني او په دې برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کمزورۍ له امله اړ دي، چې له درېو تر څلورو ساعتونو نورو سیمو ته پلی مزل وکړي؛ ترڅو له خپل مخاطب سره خپله اړیکه ټینګه کړي، چې دا چاره یې له توان پورته ده.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي محمد وکیل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «غټ مشکل دغه دی، چې مبایل کار نه کوي، مخابراتي سېستم ډېر زیات ضعیف دی، کله کار کوي کله نه کوي، خلک ټول مشکل سره مخامخ دي، زه چې کور ته راغلی یم تر اوسه ما له چا سره تماس نه دی کړی او نه بل چا راسره تماس کړی.»

د نورستان خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې په ټولو سیمو کې مخابراتي پایې ولګوي ترڅو د انټرنیټ او اړیکو نیولو ستونزې یې هوارې شي. انځور: خواله رسنۍ

د نورستان اوسېدونکي دغه راز نیوکه کوي، چې د پخواني حکومت د نه پاملرنې او ناامنیو له امله دې ولایت ته کار نه دی شوی او زیاتوي، چې د طالبانو په دوه نیم کلنه دوره کې هم په دغه ولایت کې د نورو ستونزو ترڅنګ د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په برخه کې کارنده ګامونه نه دي پورته شوي.

دوی د طالبانو له مرکزي چارواکو غوښتنه کوي، چې تر هر څه وړاندې دې د دغه ولایت په مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت ښه والي او پوښښ ساحې د پراختیا لپاره لاس پکار شي.

د دغه ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالباسط له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زمونږ له غټو چارواکو [طالبانو] غوښتنه دا ده، چې دې خلکو ته د مخابراتي شبکو او انټرنیټ مشکل حل کړي، باید په هره ساحه کې پایې ولګېږي؛ ترڅو ټول خلک وکولای شي خپلو دوستانو سره تماسونه وکړي؛ ځکه کله مریض پیدا شي مونږ چا سره تماس نه شو کولای، باید دا مشکل راته حل شي.»

بل لور ته نورستان کې ځايي طالب چارواکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د نه لاسرسي پړه پر پخواني حکومت اچوي او زیاتوي، چې د دغه ولایت پنځوس سلنه خلک مخابراتي او ۷۰ سلنه خلک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ لپاره د طالبانو رییس مولوي فاتح وايي، چې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ستونزو حل لپاره یې هڅې پېل کړي او ډاډ ورکوي، چې راتلوونکي کې به د یادې ستونزې په ګراف کې د پام وړ کمښت راشي.

نوموړي زیاته کړه: «د مخابراتو وزارت د سلام مخابراتي شرکت لپاره په ټولو هغو ساحو کې چې خلک یې محروم دي، ۱۷ نوي سایټونه فعال کړي دي او د نورو لپاره هم سروې روانه ده او کار به پرې شروع کېږي.»

نورستان د هېواد یو له غره ییزو او ځنګل لرونکو سیمو دی، چې د مخابراتي شبکو له لوري په کې د ګوتو په شمېر مخابراتي سایټونه لګول شوي، چې غرونه او ځنګلونه یې د خدمتونو د مخنیوي باعث ګرځي او خلک غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې مناسبه حل لار برابره شي.

د نورستان خلک دغه راز شکایت کوي، چې لاهم د دغه ولایت ډېری سیمې له یو بل سره نه دي نښلول شوي او ګڼې لارې له رغولو پاتې دي او مخابراتي خدمتونه یې له یو بل سره د نښلېدو یوازېنۍ لار ده، چې په خبره یې د دوی له کراتو شکایتونو وروسته لاهم له اوږدو کلونو را هیسې له دغې ستونزې کړېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه