د پاکستان د پوځ لوی درستيز: د يو پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

Photo: Pakistan ISPR

اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام اباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يو پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».

د ايکسپریس ټریبیون له راپور سره سم، منير دا څرګندونې پرون چهارشنبه (۴ د سلواغې) د پاکستاني د دولتي پوهنتونونو له محصلينو سره په درې ساعتيزه غونډه کې کړې دي.

ده ويلي: «کله چې خبره د هر پاکستاني د امنيت په اړه کېږي، کولای شو پر ټول افغانستان لعنت ووايو.»

منير زياته کړې، چې پاکستان له ۵۰ کلونو راهيسې د پنځو ميليونه افغان وګړو غذا تأمين کړې، خو «کله چې خبره زموږ اولادونو ته راځي، نو موږ به هغه کسان تعقيب کړو چې پر دوی بريد کوي».

ده ويلي، چې له ډېر پخوا څخه افغانستان په بلوچستان کې د بغاوت ملاتړ کوي او «لوېديځ ګاونډي هيڅکله هم له پاکستان سره دوستي نه ده ښودلې».

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان يوازينی هيواد و چې د پاکستان تر خپلواکۍ وروسته يې په ملګرو ملتونو کې د دې هيواد له منلو سره مخالفت کړی و.

د پاکستان د پوځ لوی درستيز طالبانو ته هم خبرداری ورکړی: «پاکستان ته مه ګورئ. موږ چمتو يو، هر څه او هر څه قرباني کړو.»

ايکسپریس ټریبيون ليکلي، داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د جنرال منير څرګندونې د دې ستونزمن ګاونډي په تړاو د پاکستان د ګواښ او هڅونې له پاليسۍ سره سمې دي.

د پاکستان د پوځ قومندان له نوي ډيلي سره هم د اسلام اباد د اړيکو په اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دې چې «هند د پاکستان له مفهوم سره سوله نه ده کړې، نو څرنګه کولای شو سوله ورسره وکړو».

ده همدا راز له ايران سره هم د پاکستان د اړيکو په اړه خبرې کړې دي او په ځانګړي توګه په بلوچستان کې يې د تهران وروستيو توغنديو بريدونو ته اشاره کړې ده.

منیر سره له دې چې ټينګار يې کړی چې هيچاته به هم اجازه نه ورکوي چې د پاکستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا تر پښو لاندې کړي، په عين حال کې يې ويلي: «تاسو نه شئ کولای موږ په خنجر ووهئ او که داسې وکړئ، نو مناسب ځواب به تر لاسه کړئ.»

ايران په وروستيو کې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې له خپلې وينا سره سم، پر جيش العدل ډلې توغنديز بريدونه وکړل. پاکستان هم په انتقامي بريدونو کې د ايران په خاوره کې دننه بريدونه وکړل. د دې بريدونو له کبله د دواړو هيوادونو ترمنځ ترينګلتيا را پيدا شوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه