هیواد کې بې کاري او د ځوانانو تیښته؛ کندهاري ځوانان: «له مجبورۍ وځو که نه له خپله ملکه څوک نه ځي»

انځور: خواله رسنۍ

د کندهار ولایت اوسیدونکي وایي، هیواد کې د کار نشتون او په دولتي ادارو کې د ځوانو ظرفیتونو نه ګمارل د دې لامل شوي چې ګڼ شمیر ځوانان ناهیلي او په سختو او مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته مخه کړي.

 دوی زیاتوي، چې د تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې هیواد کې په پراخه کچه ځوانان بې کاره شوي او ډیری هغه یې چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري، د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي، چې بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي، ترڅو ځان او کورنۍ له محتاجۍ خلاص کړي.

د کندهار ښار اوسيدونکی ۲۸ کلن عبدالحمید چې له تېرو څو کلونو راهیسې وزګار ګرځي او نهه ځله یې اروپا ته د اوښتو هڅې ناکامې شوي، خو دا چې هر ځل ناکامیږي او ګټلې پیسې قاچاقبرو ته ورکوي، مګر بیا هم غواړي د لسم ځل لپاره خپل چانس وازمایي.

نوموړی چې څو ځله ایران، ترکیې او وروستی ځل بلغارستان کې نیول شوی او بیرته هیواد ته راشړل شوی لاهم په کرار نه دی ناست او وايي، دلته د کار نشتون له امله اړ دی چې اروپا ته ځان ورسوي؛ هغه ځای چې ورته تللې ټولې لارې تړلي، مګر بیا هم افغان ځوانان د مرګ په بیه په غیر قانوني لارو ځان رسوي.

هغه زیاتوي، کورنۍ کې يې د خپلې ميرمنې، مور او پلار ترڅنګ د ورونو ورپاتې واړه ماشومان هم د ده لاس ته ګوري، خو په وينا يې کله چې خالي لاس کور ته ستنیږي وار له مخې د ټولو په څیرو کې مايوسي احساسوي.

عبدالحمید وويل: «زموږ په وطن کې کار نشته کسب نشته بې کاري ده، نو موږ له مجبورۍ اوړو که نه د خپله ملکه څوک نه ځي، د بې کارۍ په خاطر زما خپله څوارلس کلنې مسافرۍ ته مخه شوې، زه مجبوره يم چې خارج ته لاړ شم، مخکې مې هم قصد و اوس مې هم قصد دی، خو چې کار راته برابر شي زمينه راته برابره شي بيا خارج ته نه ځم.»

عبدالحمید وایي، که هیواد کې ورته د کار زمینه برابره شي بیا به اروپا ته د تلو هڅه ونه کړي. انځور: اطلاعات روز

دغه کندهاری ځوان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي، ترڅو هیواد کې پاتې شي.

د کندهار بل ځوان ۲۵ کلن ګل احمد احمدي چې غواړي په قاچاقي لارو ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته لاړ شي وایي، د تلو یوازینی لامل یې بې کاري او هیواد کې دننه کار اهل کار ته نه سپارل دي.

نوموړی زیاتوي، د ده په ګډون زياتو ځوانانو په ستونزمن حالت کې د ليسانس او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌ کړې کړي، خو اوس وزګار او بې سرنوشته پاتې دي‌.

ګل احمد وويل: «لامل خو يې دا دی چې د دغه نظام په راتګ سره دلته بې کاري بيخي اوج ته ورسېده، خلکو تعلیم کړی دلته دوی ته داسې زمينه نه‌ ده مساعده نه دومره معاش ورکوي، چې د دوی د کورنۍ مشکلات پرې حل شي، نو په دې خاطر اکثره سواد داره ملګري د دې ځايه څخه ځي، ایران ته ځي او د هغه ځايه اروپا او امريکا ته مهاجر کېږي، دلته داسې کسان پر کار کېږي چې نه يې تعليم کړی وي نه دومره رسېدلی وي.»

ګل احمد وایي، دلته یې برخلیک نامعلوم دی، نو ځکه یې بهر ته د تلو پریکړه کړې. انځور: اطلاعات روز

همدارنګه ۲۳ کلن شيرعلي هم یو ځل د ترکیې له هیواده راشړل شوی اوس بیا غواړي له خپلې خاورې دغه هیواد ته مسافر شي او هلته د کورنۍ او ځان ساتنې لپاره کار وکړي.

نوموړی چې له دولسم ټولګي فارغ شوی وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای په خصوصي پوهنتونونو کې لوړو زده‌کړو ته ادامه ورکړي او دوه ځلي يې دولتي پوهنتون ته د لار موندنې په موخه د کانکور ازموینه ورکړې مګر بریالی شوی نه دی.

شیرعلي وایي، له ډیرې مودې راهیسې بې کاره ګرځي او په ځلونو یې د کار موندنې هڅه کړې، خو په خبره یې چې د واسطې، اداري فساد او کار اهل کار ته د نه سپارلو له کبله د دندې په پیدا کیدو بریالی شوی نه دی.

د ده له قوله: «نور خو يې هلته پرېږده چې يو ځوان د جيب مصرف ونه لري، کور کې ټول پېغورونه ورکوي چې هله بېکاره يې بېکاره يې، بيخي ډير وخت کېږي زه بېکاره يم، د روزانې په درې یا څلور سوه افغانیو یوه اونۍ ګوزاره نه کېږي.»

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت غواړي چې د ځوانانو لپاره په تعليمي، تحصيلي او کارموندنې برخو کې خپلې هڅې زياتې کړي او په دې ډول ځوانان له بهر څخه راوګرځوي.

یو شمیر افغان ځوانان چې ایران ته په غیر قانوني ډول د کار لپاره تللي هلته بیا د پولیسو له لوري نیول کېږي او بیرته یې افغانستان ته راشړي

بلخوا بیا کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د طالبانو د ځوانانو چارو امر احمد الله سعيد وايي، په لومړي ځل يې په دې ولایت کې د ځوانانو لپاره د آنلاين سوداګرۍ مرکز جوړ کړی او له همدې لارې به زيات شمېر ځوانان په کار بوخت شي.

هغه زياتوي، دا لړۍ به نوره هم پراخه کړي او د ځوانانو لپاره به په ورته برخو کې د کارموندنې او تعليمي بهير په پراخېدو کې نورې هڅې هم وکړي.

نوموي وویل: «موږ د زون په سطحه پلان لرو چې د ځوانانو آنلاين تجارت لپاره کار وکړو، دلته به راځي کندهار ته بيا به آنلاين تجارت يا پريلانسينګ زده‌ کړې کوي، په دې سره به ډير ځوانان پر کار شي، زده‌ کړې به وکړي، د ځوانانو د بې کارۍ د مخنیوي لپاره دا آنلاین سوداګري يو نوی نوښت دی او له دې څخه ټول بېکاره ځوانان ګټه پورته کولای شي.»

د يادونې وړ ده چې هر کال زرګونه ځوانان هیواد کې د فقر، بې کاري او ځینې نورو ستونزو له کبله په مرګونو لارو اروپایي او امریکایي هیوادونو ته سفر کوي، چې یو شمیر یې د لارو په اوږدو کې مړه کېږي او ډیری یې بیا په ایران، ترکیې او… کې د پولیسو له لوري نیول کېږي او بیرته خپل هیواد ته راشړل کېږي، خو په دې منځ کې بیا ځینې بریالی کېږي چې د خپلې موخې هیواد ته ځان ورسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه