اطلاعات روز: د «بشر حقونو د فعالانو اتحاد» وايي چې د دې بنسټ مستندات ښيي چې د طالبانو له لوري «يرغمل نيونې، تښتونې او د نجونو اختطاف کول» په مشخصو ولايتونو کې او له مشخصو قومونو سره کېږي.
دې بنسټ په خپله اعلاميه کې چې پرون (دوشنبه، ۲ د سلواغې) يې د طالبانو له لوري د نجونو د «اختطاف» په اړه خپره کړې، ويلي چې دې ډلې پراخې قومي ترپګنۍ ته لاس اچولی دی.
د بشر حقونو د فعالانو اتحاد وايي چې د بشري حقونو له اصولو سره سم، د طالبانو دا کار په څرګنده توګه «نژادي تعبيض» دی او دا بنسټ «د نژادي تبعيض د مخنيوي له کميټې» غواړي چې په دې تړاو دې پلټنو ته لومړيتوب ورکړي.
همدا راز دې بنسټ ويلي چې د طالبانو دا چلند له مذهبي او عقيدوي ازادۍ سره په ټکر کې دی او د بشري حقونو له اروپايي محکمې (اي سي ايچ آر) چې مهم کار يې د مذهبي او عقيدوي ازاديو د نقض څارنه او ورته رسيدګي ده، غوښتي چې د طالبانو دې «جنايت» ته رسيدګې دې خپل لومړيتوب وټاکي.
د بشر حقونو د فعالانو اتحاد د خپلې اعلاميې په يوه بله برخه کې ويلي چې د دې بنسټ په باور، طالبانو افغانستان اشغال کړی «او دا اشغال د هستوي تروریزم د اقداماتو د ځپلو لپاره له نړیوال کنوانسيون او د تروريزم د مالي تأمين د ځپلو لپاره له نړیوال کنوانسيون سره په ټکر کې دی».
دې بنسټ ويلي چې افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د دې کنوانسيونو غړی دی، له همدې وجې له ملګرو ملتونو غواړي چې د دې کنوانسيونو له لارښوونو سره سم پر طالبانو مالي بنديزونه ولګوي او په نظامي توګه يې وځپي.
طالبانو په وروستيو مياشتو کې پر ښځو بنديزونه سخت کړي او د پلازمينې کابل په شمول يې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه نجونې د «بدحجابۍ» په تور نيولې او «تنبيه» کړې دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر هم په خپل وروستي راپور کې ويلي چې دې ډلې په قصدي توګه د کابل په هزاره مېشتې «دشت برچي» او تاجيک مېشتې «خيرخانه» سيمې کې د بد حجابۍ په تور نجونې نيولې دي.
يو شمېر سياسي ډلو دې راپور ته په اشارې ويلي چې طالبان په هدفي توګه د يو شمېر خاصو قومونو ټولنيز او کلتوري اعتبار ته زيان رسول غواړي.
