اطلاعات روز: د خبريالانو د خونديتوب نړیوالې کميټې په کابل کې د يوې جاپانۍ رسنۍ د خبريال احسان اکبري نيولو ته په غبرګون کې له طالبانو غوښتي چې د خبريالانو نيول دې د هغوی د کار له کبله ودروي.
دې کميټې تېره شپه (دوشنبه، ۲ د سلواغې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې طالبان بايد ژر تر ژره او بې له کوم شرطه احسان اکبري ازاد کړي.
طالبانو د جنوري پر ۱۷مه د جاپان کيودونيوز رسنۍ خبريال خپل رسنيز مرکز ته غوښتی او وروسته يې د خپلو استخباراتي ځواکونو په وسيله نيولی دی.
د خبريالانو د خوندیتوب کميټې ته سرچينو ويلي، چې د طالبانو استخباراتو اکبري اړ کړی چې له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيسي او هغوی ته ووايي، چې د ده ټیليفون هغو مامورينو ته ورکړي چې د ده د کورنۍ په مېشتځای کې منتظر وو.
دې کميټې زياته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو غړو په هماغه ورځ په کابل کې د کيودو پر دفتر چاپه وهلې او د دې دفتر امنيتي او د فلم اخيستنې کيمرې، ليپټاپونه، سټلايټونه او اسناد يې ضبط کړي دي.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د اکبري او د هغه د کاري تجهيزاتو ضبطول منلي دي. ده د خبريالانو د خونديتوب کميټې ته په يوه پیغام کې ويلي، چې دا ورځپاڼه ليکونکی له دې امله نيول شوی چې «له دولت (طالبانو) ضد کړيو سره په اړيکه کې و او هغوی ته يې معلومات ورکړي دي».
په اسيا کې د خبريالانو د ملاتړ کميټې همغږې کوونکې به لیه يي ويلي: «د طالبانو چارواکي بايد ژر تر ژره او له کوم شرط پرته د کيودونيوز خبريال احسان اکبري ازاد کړي او د کار له کبله د افغان خبريالانو نيول ودوري.»
دې زياته کړې، چې د اکبري نيول او په کابل کې د کيودو پر دفتر چپاو د طالبانو د استخباراتو له لوري په افغانستان کې د رسنيو سيسټماټيک ځپل دي.
د خبریالانو د ملاتړ کميټې همغږې کوونکې ټينګار کړی چې طالبان بايد پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې د ازاد راپور ورکولو لپاره يې خبريالانو ته د اجازې ورکولو په تړاو کړې وه.
طالبانو د تېرې اونۍ د پنج شنبې په ورځ هم د «ګردش اطلاعات» رسنۍ دوه خبريالان په کابل کې نيولي وو، چې وروسته يې ازاد کړل.
همدا راز سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړې، چې دې ډلې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د «جاغوري راډيو» مسوول خادم حسين احمدي نيولی او لا يې هم د برخليک په اړه معلومات نشته.
