يوناما: د طالبانو امر بالمعروف په پکتيا کې بې محرمه ښځې له روغتيايي مرکزونو منع کړې دي

Photo: Zakarya Safari

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی وايي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر په پکتيا کې روغتيايي مرکزونو ته د بې محرمه ښځو د لاسرسي مخنيوی کړی.

دې دفتر نن (دوشنبه، ۲ د سلواغې) د تېر ميلادي کال په درو وروستيو مياشتو کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې طالبان د ښځو پر حقونو او ازاديو د محدوديتونو لګولو ته دوام ورکوي.

يوناما ويلي چې په اکتوبر او ډسمبر مياشت کې يې داسې موارد ثبت کړي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو د محرم نه درلودلو او يا هم مجردوالي له امله خدماتو ته د ښځو د لاسرسي مخه نيولې ده.

د دې دفتر په وينا، د اکتوبر په لومړيو کې درې ښځينه روغتيايي کارمندانې له دې وجې ونيول شوې چې کار ته له محرم پرته تللې. دا ښځې تر هغه وروسته خوشي شوې چې کورنيو يې ليکلی ضمانت ورکړ چې بيا به داسې کار نه تکرارېږي. يوناما د دې ښځو د کار ځای ته اشاره نه ده کړې.

يوناما زياته کړې چې په پکتيا ولايت کې د ډسمبر له دويمې بې محرمه ښځې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري روغتيايي مرکزونو ته له لاسرسي منع شوې دي.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي و چې نارينه ډاکټران د ښځینه ناروغانو د درملنې اجازه نه لري. دا په داسې حال کې چې د ښځينه ډاکټرانو شمېر هم کم دی.

د يوناما په وروستي راپور کې د جامو د څرنګوالي له وجې د ښځو او ځوانو نجونو نيولو ته هم اشاره شوې او پکې راغلي چې طالبانو تر ډېره حده ښځې او نجونې د کابل په لوېديځ هزاره ميشتې سيمه او خيرخانه کې نيولې دي چې اوسېدونکي يې تر ډېره تاجيکان او د پنجشير دي.

د يوناما په وينا، تر نن ورځې اکثريت نيول شوې ښځې تر څو ساعتونو وروسته د دوی د محرم له لوري د دې ضمانت‌ليک تر لاسليکولو وروسته ازادې شوې چې د طالبانو د حجاب فرمان به رعايتوي.

دې دفتر زياته کړې چې د ښځو د خوشي کېدو په بدل کې ځيني ادعاوې لکه بد چلند، اوږد مهال بند او پيسو د ورکړې غوښتنې پلټي.

له راپورونو سره سم، طالبانو په ځينو ولايتونو کې ښځې او ځوانې نجونې د جامو د څرنګوالي له وجې نيولې دي.

يوناما زياته کړې چې له فزيکي تاوتريخوالي سره مل دا تنفيذي اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي او بدنامي لري او نجونې له لا زيات خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د دفتر په وينا، د طالبانو له لوري اخيستل شوي اقدامات د حجاب په اړه د دې ډلې له فرمان سره په تضاد کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه