د کونړ غازي آباد ولسوالۍ کې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ د هېلګل درې اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دغې درې په روغتیايي مرکز کې هېڅ ښځینه ډاکټره نشته، چې له امله یې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

سیمه ییز خلک وايي، د هېلګل درې په روغتیايي مرکز کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله یو شمېر مېرمنو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په خبره یې که دې برخې ته پاملرنه ونه شي دغه ستونزې به لا ډېرې شي.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزې حل لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د هېلګل درې اوسېدونکی حاجي عبدالرزاق وايي، په دغه دره کې شاوخوا ۲۰ زره خلک ژوند کوي، خو له اوږدو کلونو راهیسې له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

نوموړی وايي، په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د ناامنیو او جګړو له امله ورته کار نه دی شوی او اوس چې طالبان د امنیت ادعا کوي؛ بیا هم دوی ته کار نه دی شوی او ورځ تر بلې یې ستونزې په ډېرېدو دي.

د دغې سیمې بل اوسېدونکی عابد الله وايي، د دغې درې په روغتیايي مرکز د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له امله ځېنې مهال یو شمېر مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی زیاتوي، نه یوازې دا چې د سیمې په روغتیايي مرکز کې یې ښځینه ډاکټره نشته، بلکې ۲۴ ساعته خدمات هم نه وړاندې کېږي او دوی اړ دي، چې د ولسوالۍ مرکزي روغتیايي مرکز او یا هم د اسعد آباد ولایتي روغتون ته ځان ورسوي، چې په وینا یې دغه چاره ورته له اقتصادي اړخه ګرانه تمامېږي.

عابد الله له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «مونږ په یوه غره ییزه ساحه کې ژوند کوو؛ شاوخوا کال وړاندې مو د یوه ګاونډي ښځه په اولاد ناروغه شوه؛ ترڅو یې چې د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ته رسوله لار کې یې ساه ورکړې وه.»

د هېلګل درې اوسېدونکي وايي، په ځلونو یې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره په دغه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ته خپل شکایتونه کړي، خو په خبره یې هغوی یوازې په ژمنو تېر ویستلي دي.

دوی د طالبانو پر حکومت سربېره له نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دغې ګڼ نفوسې درې اوسېدونکو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره دې بنسټیزې هڅې وکړي.

د یادې سیمې اوسېدونکي حاجي جمروز خان زیاته کړه: « مونږ شپږ ځله ولایت او صحت عامې ریاست ته لاړو، چې مونږ ته کلینیک منظم او ښځینه ډاکټره راکړي، خو دوی راته یوازې وعدې راکوي او تر اوسه یې د دغه مشکل د حل لپاره هېڅ قدم اوچت نه کړ.»

بل لور ته کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین مني، چې خلک د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو وايي په غازي آباد ولسوالۍ کې د یوه جامع روغتیايي مرکز سربېره څلور نور فرعي روغتیايي مرکزونه فعال دي او ښځینه ډاکټرانې هم په کې خپلې دندې مخ ته وړي.

د دغه ریاست لپاره د طالبانو ویاند آیاز ساپی زیاتوي: « مونږ په هېلګل دره کې دوه روغتیايي مرکزونه لرو، چې تازه په کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې هم ګمارل شوي او په دې دره کې مو یو شمېر ګرځنډه روغتیايي ټیمونه هم په دندو ګمارلي.»

یوازې د غازي آباد ولسوالۍ د هېلګل دره نه ده، چې اوسېدونکي یې له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، بلکې د کونړ د یو شمېر نورو لېرې پرتو ولسوالیو ځايي خلک هم په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او معیاري خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه