اطلاعات روز: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې يو کس د کورني تاوتريخوالي پر مهال خپله مېرمن د تومانچې په ډزو وژلې ده.
سرچينه زياتوي چې ياد کس تېره ورځ (شنبه، ۳۰ د مرغومې) له خپلې مېرمنې سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغې ډزې کړې او هغه روغتون ته پر لارې مړه شوې.
په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا کس چې خپله ميرمنې يې وژلې وه، نن يې نيولی او په لومړنيو څېړنو کې يې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
په خوست کې هره مياشت د تاوتريخوالي ګڼې پېښې رامنځته کيږي خو زياتره يې د کلتوري مسايلو له امله پټې پاتې کيږي.
