اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه نښته نن (شنبه، ۳۰ د مرغومي) شاوخوا ۰۸:۳۰ بجې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند «ګنجګل» سیمه کې رامنځته شوې او تر اوسه روانه ده.
سرچینه زیاتوي، دغه وسله واله نښته هغه مهال را منځته شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل افغان خاوره کې پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم تیرول او د امنیتي پوستې د جوړونې چارې پېل کړي، چې طالبانو یې مخالفت کړی او د دواړو لوریو ترمنځ وسله والو نښته پېل شوې.
سرچینې په دغه نښته کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
په سیمه کې یو بلې ځایې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې لاهم په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د درنو ډزو غږونه اوریدل کېږي او ځینې خلک هم د پاکستان د ړندو مرمیو له ویرې جګړې ته له نږدې کلیو نورو سیمو ته بیځایه شوي دي.
تراوسه کونړ کې ځايي طالبانو له پاکستاني ځواکونو سره د دغې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کېږي، چې لامل یې د پاکستان له لوري پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګول او تاسیساتو جوړول یادېږي، چې له مرګ ژوبلې هم خالي نه وي.
