اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د مخابراتي شبکو کاروونکي شکایت کوي، چې پر برېښنايي پيژندپاڼو د سيمکارتونو د ثبت او راجستر ځنډنۍ پروسې له کار روزګار ویستلي او وایي، چې لومړی د تذکرې اخیستلو ته میاشتې-میاشتې انتظار باسي او له هغه وروسته د سیمکارت ثبت ته ساعتونه په کتارونو کې ولاړ وي.
د کندهار خلک چې د برېښنایي پیژندپاڼو نه درلودلو له کبله یې سیمکارتونه بندیږي وایي، چې د طالبانو حکومت دې لومړی دوی ته برېښنایي تذکرې وویشي او بیا دې د سیمکارتونو ثبت جبري کړي.
د کندهار ښار اوسيدونکی نور محمد وایي، پر برېښنايي پيژندپاڼې د خپل سيمکارت بياځلي ثبت لپاره درې ورځې د یوې مخابراتي شبکې مخې ته په تمه پاتې شوی، ترڅو خپل سیمکارت راجستر کړي.
نوموړی زیاتوي، کندهار کې ډيری وګړي برېښنايي تذکرې نه لري او له تېرو شپږو مياشتو راهیسې د خپلو پيژندپاڼو لپاره انتظار باسي، خو بيايي هم نه دي تر لاسه کړي.
هغه وویل: «خلک برېښنايي تذکرې نه لري د هغو سيمکارټ بندیږي، هغه خلک چې تذکرې نه لري دا څلور يا شپږ مياشتې کېږي چې انتظار باسي، پر الکترونيکي تذکرو تر دې لا ډير بېروبار دی، غوښتنه مو د دولت څخه داده چې خلکو ته اول الکترونيکي تذکرې ورکړي بيا د سيمکارتونو ثبت پر برقي تذکرو جبري کړي اوس موږ کوم کار وکړو، شبکه مو راجستر شوی سيمکارت را بندوي»
د دې ولایت د خاکرېز ولسوالۍ څخه راغلی عبدالتواب وايي، د ولسوالیو ډیری خلک الکترونيکي پيژندپاڼې نه لري او د سيمکارتونو د بياځلي ثبت له کبله په ښار او ولسوالیو کې د برېښنايي پيژندپاڼو پر مرکزونو د خلکو ګڼه ګونه تر پخوا څو برابره ډيره شوې.
عبدالتواب وويل: «د هرې ولسوالۍ د خلکو دغسې حال دی، ټول خلک د سيمکارتونو پر دفترو ور مات شوي، دلته چې راشې الکترونيکي تذکره نه لري بيا هلته ورشو هغه تردې سل چنده بېروبار پرې جوړ وي، بايد د هر ولايت په ولسواليو کې دا شبکې خلکو ته نمايندګي خلاصې کړي، دا خو د يو يا دوه نفرو کار نه دی په ميليونونو خلک برقي تذکرې نه لري، په ميليونونو خلکو خپل سيمکارتونه نه دي راجستر کړي نو دا به څه کوي.»
هغه پر مخابراتي شرکتونو او د طالبانو پر حکومت غږ کوي ترڅو د خلکو لپاره په مکالماتي او انټرنتي برخو کې آسانتياوې رامنځته کړي.
دغه راز د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی وکيل جان چې برېښنايي پېژندپاڼه نه لري وایي، د سيمکارت ثبتولو لپاره يې د ماما د زوی الکترونيکي تذکره په ضمانت ورکړې.
هغه زياته کړه: «موږ د تذکرو لپاره ثبت نام وکړ خو هغه يې رانکړ اوس چې دلته راغلو دلې هم داسې بېروبار جوړ دی، هر څوک چې واسطه لري د هغه کار ژر کېږي هغه چې څوک نه پيژني هغه دا يخ ته انتظار وي، د مخابراتي شبکو څخه د کندهار خلک ډير ستړي دي، نه يې خدمات د کار دي نه يې فعالیت د کار دی.»
ورته مهال کندهار کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو مسوولين وايي، دا پروسه به تر هغو دوام ولري چې د ټولو ولايتونو سيمکارتونو بياځلي پر الکترونيکي تذکرو ثبت او راجستر شي.
دوی زیاتوي، ياده پروسه د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت د جنايي او نورو جرمونو د مخنيوي لپاره پېل کړې او د څو کلونو لپاره به دوام ولري.
ومو غوښتل کندهار کې د طالبانو د مخابراتو رياست اړوند نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره–سره بريالي نه شوو.
