پکتيکا کې د برېښنا نشتون د صنعتي پانګونې مخه ډب کړې

انځور: ارشیف

په پکتيکا ولايت کې اوس مهال د ګوتو په شمېر صنعتي فابريکې فعاليت کوي، چې دا د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې کمې او لامل يې د برېښنا نشتون بلل کيږي.

دغه ولايت چې له ګاونډي پاکستان هيواد سره د انګور اډې او تروې ولسوالۍ کې سوداګريزې لارې هم لري، خو سره له دې بيا هم خلک د وارداتي برېښنا نه شتون له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي او زياتره يې د پاکستاني توکو په استعمال تکيه کوي.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولين هم د برېښنا ستونزه مني، خو د پانګونې برخه کې اوسني شرايط تر نورو کلونو مساعد بولي.

اوس مهال په پکتيکا ولايت کې د ګوتو په شمېر فابريکې فعاله دي، چې ټولې يې په ډيزلي برېښنا چليږي، د دغه ولايت صنعت کاران وايي، که شرايط ورته برابر شي نور سوداګر او صنعتکاران هم کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې توليدي فابريکې فعاله کړي.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار. انځور: اطلاعات روز

د ياد ولايت سوداګر رازق اطلاعات روز ته وويل، پکتيکا د هيواد له وروسته پاتې ولايتونو څخه دی او نوموړی يې لامل هم په صنعت برخه کې د پانګونې کموالي او د مرکزي ادارې کمه پاملرنه بولي.

هغه وايي، که صنعتکارانو ته د پانګونې لپاره د ځمکې او برېښنا اسانتياوې برابرې شي، د نورو ولايتونو په څېر به دلته هم ګڼې فابريکې فعاله شي.

هغه وویل: «دلته پکتيکا کې شرايط فابريکو ته نه دي برابر، پخوا درې لويې ستونزې موجودې وې، چې له جملې يې امنيتي، برېښنا او ځای نشتوالی و، خو اوس که امنيت ښه شوی خو په تېرو شاوخوا دوه نيم کلونو کې نه د برېښنا ستونزه حل شوه او نه هم پانګوالو ته د پانګونې او فابريکو جوړولو لپاره د ځمکې ستونزه، دغه که حل شي، پکتيکا ښه سوداګر لري او ډېرې فابريکې به فعاله شي.»

د پکتيکا ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی رقيب جان بيا د ځای او برېښنا نشتون ترڅنګ د طالبانو حکومت له لوري د ماليې لوړېدل هم په صنعت برخه کې لوی خنډ يادوي، هغه وايي ځينې صنعتکاران چې د فابريکو جوړولو لپاره د ځای او برېښنا ستونزه چلولی شي، خو د لوړې ماليې له کبله په دې برخه کې پانګونه نه کوي.

نوموړی وايي، که طالبان د پرمختللې پکتيکا لپاره پلان لري نو صنعتکارانو او سوداګرو ته دې لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

رقيب وويل: «ګورئ، پخوا که د امنيتي ستونزو له امله پانګونې ته شرايط نه و برابر، خو اوس يې طالبانو بديل د امنيت پر ځای د لوړې ماليې له امله دا شرايط نه دي برابر کړي، زه ځينې سوداګر پېژنم چې فابريکو جوړولو لپاره پلان لري، خو وايي که فابريکه جوړه کړم برېښنا او ځای هم خپله ورته ولرم، خو د ماليې له امله بيا هم ګټه نه شم کولای.»

پکتیکا کې د پلاستیکي خلتو د تولید کارخونه. انځور: خواله رسنۍ

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په مرکز ښرنه کې يو پانګوال په شخصي لګښت په ۳.۵ ميليونه افغانيو د پلاستيکي خلتو د جوړولو فابريکه جوړه او فعاليت يې پېل کړ.

د پرانيستې په مراسمو کې د يادې فابريکې مسوول هم د برېښنا نشتون خنډ بللی او ويلي دي، چې دوی دغې فابريکې ته سولري برېښنا سيستم برابر کړی دی.

هغه زياته کړې چې دغه فابريکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰ کيلو ګرامه خلتو د تولید ظرفيت لري، خو دا چې د برېښنا ستونزه موجوده ده، نو اوس يوازې ۸ ساعته فعاليت کوي او ۲۸۰ کيلو ګرامه پلاستيک توليدوي.

دغه راز د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين د فابريکې له جوړېدو هرکلی کوي او وايي، پانګوال کولای شي چې له کومې امنيتي ستونزې پرته فابريکې جوړې او يا نورو برخو کې سرمايه ګزاري وکړي.

د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ ريیس ملا ښادي خان د پلاستيکي خلتو د فابريکې په پرانيستې مراسمو کې وويل، دوی هڅه کوي چې د صنعتکارانو پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسی او هغوی ته لا ډېرېاسانتياوې برابرې کړي.

یاده دې وي، چې د مناسبو شرايطو د نه موجوديت له امله په تېرو دوو لسيزو کې د هيواد ملي سوداګرو او صنعتکارانو په ګاونډيو او نورو بهرنيو هيوادونو کې ۱۵۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه