اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دا ډله «د ايران د اسلامي جمهوريت او د جمهوري اسلامي پاکستان تر منځ وروستي تاوتريخوالي اندېښمنوونکي ګڼي».
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن (پنجشنبه، ۲۸ د مرغومې) تر ماشپين وروسته پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې طالبان «له دواړو ګاونډيو هيوادونو غواړي چې له زغمه دې کار واخلي».
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي: «دا چې سيمه له اوږدو تحميلي بې ثباتيو او نښتو راوتلې او د امنيت او ثبات ساه اخلي، له همدې وجې دواړه لوري بايد د سيمې د لا ثبات په موخه هڅې وکړي او اختلافي مسايل له ډيپلوماټيکې لارې او خبرو-اترو په وسيله حل کړي.»
د ايران او پاکستان تر منځ ترينګلتيا د سېشنبې په ورځ ناوخته مهال د پاکستان په خاوره کې پر «جيش العدل» ډلې د ايران تر هوايي بريد وروسته زياته شوه.
پاکستان د دې بريد په ځواب کې خپل سفير له تهرانه را وغوښت او ويې ويل چې د ايران سفير ته هم اسلام اباد ته د راتلو اجازه نه ورکوي.
دې هيواد نن سهار د ايران د سيستان و بلوچستان ولايت په يو کلي کې د «سرمچار» په نوم پر وسلوالو بلوڅو هوايي بريدونه کړي دي.
د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي ويلي چې په دې بريدونو کې د څلورو ماشومانو، درو ښځو او د دوو «بهرنيو اتباعو» په شمول نهه تنه وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د سيستان و بلوچستان ولايت امنيتي او اداري مرستيال ويلي و چې په دې بريدونو کې څلور ماشومان او د غير ايراني اتباعو درې ښځې وژل شوې دي.
ايراني چارواکو د دې بريدونو د قربانيانو د هويت په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
