اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د پیغلو نجونو او ښځو نيول غندلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو ميلر پرون (چهارشنبه، ۲۷ د مرغومي) د يو خبري کانفرانس پر مهال په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند غندو.»
ده زياته کړې: «موږ وليدل چې دوی په ټولنه کې د ښځو او نجونو د رول په تړاو خفه کوونکي اقدامات کوي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې «موږ به په دې اړه دوی (طالبانو) ته د ځواب ورکولو لپاره مناسب اقدامات وکړو.»
طالبانو د وروستيو اونيو پر مهال په لسګونو پیغلې نجونې په کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې د «بد حجابۍ» په تور نيولې دي.
په وروستۍ پېښه کې له بلخ څخه د نجونو خپلوانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې چې دې ډلې د تېري اونۍ پر مهال دوې ځوانې نجونې په مزار شريف ښار کې د دې ډلې له فکر سره د سم حجاب نه مراعتولو او يوه بله نجلۍ له «نارينه محرم» پرته تګ-راتګ په تور نيولې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د نجونو د نيول کېدو په تړاو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا نيونې تاييد کړې.
ده وويل، يو شمېر ښځې چې د «بې حجابۍ خپرولو هڅه» يې کوله، تنبیه شوې دي.
