کندهار کې د یو شمیر لېرې پرتو سیمو ماشومان هیڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه لري

وروسته له هغه چې د طالبانو د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایت کې د محلي ټولګیو پر فعالیت بندیز ولګاوه ورسره هم مهاله دغلته ټول هغه ماشومان له زده کړو بې برخې شول چې دغو ټولګیو ته په تګ تازه له کتاب او قلم سره بلد شوي وو.

د کندهار د لېرې پرتو سیمو ماشومان چې اوس مهال یې د زده کړو راتلونکی د نامعلوم برخلیک سره مخ دی وایي، د تېر یوه کال راهیسې چې محلي ټولګي تړل شوي هیڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه لري او ټول وخت په لارو او کوڅو کې په لوبو تیروي.

د دې ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اوسیدونکی ۱۲ کلن ضمیر احمد وایي، په خپله سیمه کې هیڅ ډول عصري او دیني زده کړو ته لاسرسی نه لري او نه ورته زمینه برابره شوې، چې له کبله یې ژوند په کوڅو او بانډو کې بې سرنوشته تیریږي.

نوموړی چې لوی ارمان یې ښوونځي ته تلل او بیا ډاکټر کیدل دي زیاتوي، چې کورنۍ يې څو ځلي ښار ته د زده ‌کړو لپاره لېږلی، خو هلته د بېلابېلو ستونزو له امله نه دی توانیدلی چې زده‌ کړې وکړي او بیرته خپل کلي ته راستون شوی دی.

دغه ماشوم وویل: «ټوله ورځ په کوڅو کې ګرځو تعليم نشته، پخوا مدرسې ته تلو هغه بنده شوه، مکتب بيخي راڅخه لېرې دی، د کلي خلک راڅخه په عذاب دي، بل کار نشته خالي بازۍ راپاتې دي، موږ ته دې مکتب جوړ شي، زما مشران ورونه هم مکتب ته نه دي تللي هغه اوس بزګري کوي، په‌ ښار کې مکتب ته تلم هلته چا نه زغمولو بيرته راغلو کلي ته.»

کندهاری ماشوم ضمير احمد په کلي کې د ښوونځي نشتون له کبله هڅه کړې چې ښار کې زده کړې وکړي، خو بیا هم نه دی بریالی شوی

دغه راز د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی سمیع الله چې لس کاله عمر لري وایي، یو کال دمخه یې په یو محلي ټولګي کې زده کړې کولې، چې د هغه ټولګي د تړلو او په کلي کې د ښوونځي نشتون له کبله اوس په کوڅو کې هاخوا دېخوا ګرځي او هیڅ برخلیک یې نه دی معلوم.

سمیع الله چې اوس د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو په موخه په یو دوکان کې شاګرد دی داسې وویل: «دلته موږ مکتب نه لرو، هلته زموږ له کور سره لېرې يو مکتب و هغه يې په جنګو کې وسوځوه اوس دلته نږدې زموږ د کلي سره مکتب نشته، خپل د کور سره که موږ ته مکتب جوړ شي خو ښه دی.»

همدارنګه د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی احمد الله زياتوي، غواړي د نورو ښاري ماشومانو په څیر ښوونځي کې زده ‌کړي وکړي، خو په خبره يې چې د ډير لېروالي له کبله يې کورنۍ د تلو اجازه نه ورکوي او نه ورته نږدې د زده کړو زمینه برابره شوې.

یو شمیر هغه ښوونځي چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي هم تړل شوي دي

دغه راز د کندهار په یو شمیر نورو سیمو کې بیا ښوونځي شته، خو د تېرو جګړو له کبله ویجاړ شوي او ماشومان په زده کړې نه کوي.

د لېرو پرتو سيمو اوسيدونکي د طالبانو له واکمن حکومت او تعليمي بنسټونو غواړي چې ماشومانو ته یې د زده کړو زمينه برابره کړي او په ټولو ولسواليو کې تخريب شوي ښوونځي ورغوي.

د کندهار اوسیدونکی سردارولي وايي، دغلته د لېرو پرتو سيمو ډیری ښوونځي تخريب شوي چې له امله یې زده ‌کوونکي له زده کړو پاتې او بې برخلیکه په کوڅو کې ګرځي.

نوموړي وویل: «په هر کلي کې يو يا دوه مکتوبونه شته چې په جنګو کې تخريب شوي، دروازې او کلکيان يې خلکو چور کړي، يوازې يې تعمير پاتې دی، که دولت او موسېسات ورته توجو وکړي د دې کوچنيانو او ځوانانو ژوند سمېږي اوس خو يې ټول خلک ويني چې د اطرافو کوچنيان اکثره د سواد څخه پاتې دي، اصل کي په دا تېرو شلو کلونو کې هم د کندهار تعليمي برخې ته کار نه دی شوی.»

همدا راز د احمد الله پلار داد محمد وايي، غواړي بچيان يې د دوی په څیر بې سرنوشته پاتې نه ‌شي او باید تر ليسانس دورې پورې زده‌ کړي وکړي.

داد محمد وويل: «پخوا چې و په هر کلي کې دا محلي صنفونه وو، اوس خو هغه هم بند شول، چې زما نيت شو چې خپل زامن ور شاملوم هغه راباندې بند شول، پر موږ خو دا څلوېښت کاله جنګونه تېر شول اوس مو عمر هم د دې نه دی چې تعليم دې وکړو، خو د دا زامنو څخه خو به مو يو شی جوړ شي، پنځه بچيان لرم، د دا هر يوه آيندې ته فکر وړی یم.»

نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت غواړي چې موسېساتو ته اجازه ورکړي چې د ماشومانو لپاره د تعليم زمينه برابره کړي او ویجاړ ښوونځي بياځلي جوړ کړي.

هغه ښوونځي چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوی و اوس بیرته ترمیم شوی دی

ورته مهال بیا کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولین د ۷۵ تخريب شويو او ويجاړو ښوونځيو د جوړیدو خبر ورکوي.

د کندهار د پوهنې رياست لپاره د طالبانو وياند قدرت الله عرفان وايي، يوازې یې سږکال په دې ولایت کې ۳۱ هغه ښوونځي جوړ کړي چې په جګړو کې تخريب شوي او له کاره لوېدلي وو.

هغه وویل: «د کندهار په پنجوایي، ډنډ، دامان، ژېړۍ او نورو ولسواليو کې مو يوازې سږکال ۳۱ تخريب شوي ښوونځي جوړ کړي دي، همدارنګه تر اوسه مو کندهار کې ۷۵ تخريب شوي ښوونځي په ښار او ولسوالیو کې بيا رغولي دي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه