اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د څمکنيو، ډنډپټان، جانيخېلو، لجه منګل او ځاځي اريوب ولسوالي سلګونه اوسېدونکو له جمهوريت او امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه کې وويل چې د جګړې دوام ناهيلي کړي او د سولې پر خبرو يې باور له لاسه ورکړی دی.
دوی وايي چې يادې خبرې د افغان جګړې د هوارولو په برخه کې ګټورې ندي ثابتې شوې، بلکې د جګړې په جريان کې د وسله والو طالبانو لخوا جګړه زياته شوې، چې په هېڅ صورت د منلو نده.
قومي مشرانو، ځوانانو او مسولينو وويل چې د وسله والو طالبانو لخوا د افغانانو د اوربند او سولې غوښتنو ته نه درناوي هم خورا خواشيني کړي او نړيواله ټولنه او بانفوذهېوادونه دې پر ياده ډله او ملاتړي هېواد يې د جګړې درولو لپاره فشارونه راوړي.
قومي مشر شېرعلي منګل وويل چې په دې شته نظام کې د هر افغان حق خوندي دی او بايد پياوړتيا او سمون ته يې کار وشي.
منګل وايي چې چې جمهوريت د افغانانو سره کرښه ده او په پوره توان به يې وساتي.
نوموړي زياته کړه: «دا جنګ پردی دی، اهداف يې پردي دي، ګټې يې پردۍ دي. دا يوازې د افغانانو د تباه کولو لپاره دی، چې کله يوه او کله بله پلمه ورته تراشي، تاوان يې موږ ته دی او نور د خير په غونډۍ ناست دي. نور افغانان پوهيږي او بايد شته نظام وساتو او قوي کېدو او ښه کېدو ته يې کار وکړو.»
د ډنډپټان اوسېدونکی جانان وويل افغانان نور چا ته اجازه نه ورکوي چې تېرې ترخې تجربې تکرار او شته نسبي ثبات او لاسته راوړنې له منځه يوسي.
دوی د جګړې دوام اندېښمنوونکی وباله او زياته يې کړه چې د موقت حکومت يا شته ملي بنسټونو له منځه وړل پردۍ استخباراتي طرحه ده، چې ټول افغانان يې پر مخنيوي مکلف دي.
هغه وايي: «موږ ډېر وکړېدو، خو هيچا رحم راباندې ونکړ، له دې بايد پوه شو، چې تر څو خپله ځان جوړ نکړو، يو بل ونه زغمو او هېواد او خپلو خلکو ته متعهد ونه اوسو، مشکلات به حل نشي.»
ديني عالم مولوي محمدنبي وويل چې سوله د الله تعالی امر دی او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو لخوا روانه جګړه د اسلامي نړۍ د ديني عالميانو په جمعي فتوا ناروا ده، چې ټول زيان يې مسلمانانو ته رسيږي.
نبي د وسله والو طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې په واقعی جديت د سولې خبرو ته داخل شي او د اوربند او سولې په اړه د افغانانو غوښتنو ته په درناوي له جګړې او ناسمو څرګندونو ډډه وکړي.
نوموړي وويل: «مسلمان ته زيان رسول حرام دي، بيا وژل خو يې لرې خبره ده. د مسلمان حکومت پر وړاندې خروج او هر ډول دسايس جوړول ناروا دي. افغانان مسلمانان دي او د آرام ژوند الهي حق لري، هر څوک چې ترې اخلي او جبر پرې کوي، ظالم دی او پر ظالم د خدای لعنت دی.»
د یادو ولسواليو اوسېدونکو د ډېورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د وسله والو مخالفينو د راووښتو او جګړې د مخنيوي پر لارو، چارو هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې دوی د تل په څېر د خپلو سيمو ساتلو ته ژمن دي.
دوی له ولايتي او نورو اړوند لوړو ادارو د دې ولسواليو پرمختيايي چارو او د ستونزو هواري ته هم د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې لا هم په خپلو سيمو کې لويې او جدي ستونزې لري، چې د حل لپاره يې عملي ګامونه واخيستل شي.
د سولې له خبرو سره همماله د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې دوام او په وروستيو کې د يادې ډلې لخوا د سولې په خبرو کې ځنډ اندېښنې زياتې کړې دي.
ټاکل شوې چې د امريکا متحده ايالتونو د نوي حکومت لخوا د دې هېواد او وسله والو طالبانو تر منځ پر شوي تړون هم بيا کتنه وشي او روانه اونۍ د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په اړه په دوه ورځينۍ ناسته کې په دې هېواد کې د ناټو سازمان د پوځي ماموريت پر غځېدو مهمې خبرې وکړي.
د افغانانو سربېره نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې پر دوام او هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره يې د بندولو غوښتنه کړې ده.
