سږکال د کندهار د انارو په صادراتو کې ۱۵زره ټنه کموالی راغلی

اطلاعات روز: کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې سږکال بهرنیو هیوادونو ته د دې ولایت د انارو په صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بينا وایي، تېر کال له کندهاره نورو بهرنیو هیوادونو ته څه باندې ۸۸ زره ټنه انار صادر شوي وو، چې سږکال دا شمیر ۷۳زره ټنو ته راټیټ شوی دی.

نوموړي وویل: «سږکال د کندهار څخه ۷۳زره ۵۶۹ ټنه انار هند، پاکستان، عربي امارات او قرغزستان هيوادونو ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله کموالی په‌کې راغلی، د کموالي لامل يې د سپين بولدک د لارې بندښت دی.»

ورته مهال د تازه انارو سوداګر حاجي ميرويس وايي، د سپين بولدک او چمن ترمنځ د ترانزیټي لارې بندښت يې پر کاروبار منفي اغيزه کړې.

هغه زیاتوي: «پخوا چې د ورځي سل کانټينره تلل اوس يو هم نه ځي تاوان يې بولې که يا، په څو وارې مو غوښتنه کړې چې سياست او تجارت مه سره ګډوئ خو دا يې تاوان دی چې اوس يې هيڅ څوک نه شي جبران کولای.»

دغه راز د تازه مېوې بل سوداګر سميع الله افغان وایي، سږکال د لارې د بندښت ترڅنګ له پاکستان سره د سياسي اړيکو خرابوالي هم د دواړو هيوادنو پر سوداګرۍ منفي اغيزې کړي دي.

نوموړي وویل: «څنګه چې تازه ميوه لږ صادر شوې دغسې وچه مېوه هم لږ صادر شوې، د پاکستان لار زموږ لپاره په دې خاطر ارزښتناکه ده چې د دې لاري موږ هند او نورو غربي ممالکو ته انار او نوره تازه ميوه صادرو، تېر کال چې سياسي حالت سم وو صادارت مو هم ښه وو.»

دغه سوداګر د طالبانو او پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې سياسي او سوداګريزې اړيکې دې سره بيلې کړي ترڅو سوداګر له مالي زيانونو څخه وژغول شي.

دا به داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې کندهار کې یو شمیر بڼوالو له اطلاعات روز سره په خبرو کې ویلي وو، چې سږکال دغلته د انارو حاصلات ډیر، خو د چاودیدو له کبله یې بهرنیو مارکیټونو ته صادرات کم شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه