د هلمند په واشېر کې سخته وچکالي؛خلک له خپلو سیمو کډه شوي

د هلمند د واشېر ولسوالۍ چې د مرکز لښكرګاه د شمال لویديځ په ۸۰ كيلومترۍ كي موقعیت لري، د دې ولایت یوه له مهمو او کرنیزو ولسوالیو څخه شمیرل کېږي، چې اوس مهال په کې د اوبو نشتون له امله ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پریښودو ته اړې شوې دي.

د دې ولسوالۍ اوسيدونکي وایي، د نورو کلونو په پرتله سږکال وچکالي دومره زیاته شوې، چې ډيرې کورنۍ آن د څښاک اوبه هم په اسانۍ سره نه شي موندلی.

د واشېر اوسیدونکی ۶۶ کلن نورحمد چې اوس په ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي وايي، چې په ټول عمر يې دومره سخته وچکالي نه وه تجربه کړې.

نوموړی زیاتوي، چې دغلته د اوبو نشتون له امله نږدې ټول خلک اړ شوي چې سیمه پریږدي او یوازې هغه کورنۍ پاتې دي چې نورو سیمو ته د کوچیدو توان نه لري.

نورمحمد وویل: «دلته موږ ډيرې ستونزې لرو د اوبو ستونزه لرو هيڅ اوبه نشته هر څه وچ شوي دي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ سره د اوبو پیدا کيدو کې مرسته وکړي اقتصاد د خلکو کمزوری دی پر خپلو ځمکو کې خلکو هيڅ شی نه دي کرلي.»

واشېر کې ډیری ځمکې د اوبو نشتون له امله شاړې پاتې دي

د دې ولسوالۍ يو شمير نور اوسيدونکي هم د اوبو نشتون انديښمن کړي او وایي، چې اوسنۍ وچکالۍ د نورو وختونو په پرتله ساری نه لري.

د واشېر اوسيدونکی محمدعارف وايي، چې ساعتونه-ساعتونه پلي مزل کوي او وروسته يوازې دومره اوبه پیداکوي چې د څښاک او د ژوند د نورو برخو لپاره يې وکاروي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو چيک ډيمونه جوړ کړي ترڅو خلک د وچکالۍ له زيات ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

محمدعارف وویل: «د واشېر ولسوالۍ اوسيدونکي دغه ستونزه لري چې زموږ ټوله ولسوالۍ وچه شوې اوبه نشته هيڅ شی نشته که دلته يو بند وتړل شي ټول ځوانان به په کرنه کې په کار بوخت شي.»

د واشېر هغه سیمه چې فصلونه یې وچکالۍ وهلي او خلک ترې کډه شوي دي. انځور: خواله رسنۍ

د واشېر ولسوالۍ ترڅنګ د هلمند په نږدې ټولو ولسواليو کې وچکالۍ سيوری غوړولی او خلک خپل راتلونکي ته اندیښمن دي.

د دې ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسيدونکی محمدشريف وایي، چې دغلته د اوبو نشتون له امله ټول هغه باغونه او ځمکې وچې شوي چې تېرو کلونو کې ورڅخه بزګرانو حاصلات ترلاسه کول.

نوموړي زیاتوي: «که يو بند زموږ لپاره وتړل شي موږ به ډير خوشاله شو ځکه موږ د اوبو نشتون سره مخامخ يو هيڅ نه لرو د برمو اوبه مو ډيرې زياتې ښکته شوي او ټولې برمې وچې شوې دي.»

ورته مهال هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين هم د اوبو کمښت ته انديښمن دي او په دې ولایت په ځانګړي توګه په واشېر کې د اوبو کمښت يوه له اساسي بولي او زیاتوي، چې دغلته ورځ تر بلې د اوبو اندازه ښکته کېږي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم رياض وایي، چې دوی به هڅه وکړی ترڅو د واشېر ولسوالۍ له خلکو سره مرستې وکړي.

هغه وویل: «په دې ورستيو کې د هلمند په شمالي ولسواليو کې ډيره سخته وچکالي تېره شوې يو اغيزمنه ولسوالۍ يوه هم د واشير ولسوالۍ ده چې هره څه هلته وچ شوي د واشېر د خلکو ژوند له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی.»

په همدې حال کې د هلمند د سيندیزې حوزې لپاره د طالبانو ریيس محمدايوب وايي، تازه يې هڅې پېل کړي ترڅو په واشېر کې د اوبو څلور چيک ډيمونه جوړ کړي چې ورسره به د خلکو د اوبو د نشتون ستونزه څه ناڅه حل شي.

واشېر کې خلک له لېرې سیمو د ځان لپاره د څښاک اوبه راوړي. انځور: استول شوی

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی.

دې دفتر د شنبې په ورځ د جنوري پر ۷مه  په افغانستان کې د وچکالۍ په دوام اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده، چې دا هېواد د درېیم پرلپسې کال لپاره وچکالۍ سره مخ دی.

اوچا د خپلې اعلامیې په يوې جلا برخه کې ويلي، چې د  سیمو په پرتله یوازې په هلمند کې د تودوخې درجه ۲.۴ سلنه پورته تللې، خو په راپور کې په منځنۍ کچه په ټول افغانستان کې د تودوخې د پورته کېدو درجه ۱.۸ ښودل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه