اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وایې چې په دې ولايت کې د ختيځ زون په کچه پر ۵۰۰ جريبه ځمکه د کرنې او مالدارۍ کمپلیکس جوړوي.
د دې ولایت لپاره د طالبانو د کرنې رییس عبدالستار محمد وایې چې په دې کمپلیکس کې به د کرنې، بڼوالۍ، غله جاتو، خاورې پېژندنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او څارويو د روغتيا په برخو کې خدمات وړاندې کېږي. نوموړي زیاته کړې چې له دې کمپلکس څخه موخه له بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره مرسته کول او د خصوصي کرنيز سکتور پياوړي کول دي.
د هغه په وینا د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ۲۲ چک ډيمونو د جوړولو پلان هم لري چې چارې به يې ژر پیل شي.
بل لور ته د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې پر اووه نیم زره جریبه ځمکه د سبزیو او غله جاتو د اصلاح شویو تخمونو کرکیله او تولید پیل شو.
د یادې ادارې لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل وایې، د یادو تخمونو لپاره د کانال ریاست اړوند هډې فارم عبدالخېلو بلاک او یو شمېر نورو فارمونو کې زمینه سازي شوې او له وړاندې ورته ځمکې ځانګړې شوې او یاد تخمونه به پکې ښه نتیجه ورکړي.
نوموړی زیاتوي یاد اصلاح شوي تخمونه د هلال هډوال خصوصي شرکت لخوا د کانال ریاست تر رهبرۍ لاندې کرل کېږي چې ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوې.
د غریبمل په وينا، دا په ټول افغانستان کې یو نوښت دی او په لومړي ځل یې د بېلابېلو سبزیجاتو او غلو دانو داسې تخمونه برابر کړي چې د عامو تخمونو په پرتله څو برابره لوړ حاصلات لري.
ننګرهار کې د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې یادې هڅې داسې مهال کیږي چې لاهم په دې ولایت کې بزګران شکایت کوي چې د طالبانو د کرنې ریاست له لوري ورته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې پر وخت نه ورکول کیږي او له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
