ننګرهار ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې دغه ولایت ته د نورو کلونو په پرتله په سږني ژمي کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او  کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي د معلوماتو له مخې، په روان ژمې کې تر دا مهاله شاوخوا ۱۰۰زرو کورنیو سیلانیانو چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو استوګن وو، دغه ولایت ته سفر کړی دی.

قریشی ننګرهار ته د سیلانیانو د پام اوښتو لامل په دغه ولایت کې د ژمي په موسم کې معتدله هوا، د امنیت ټینګښت، د تاریخي ځایونو شتون او د دوی له لوري سیلانیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول یادوي.

نوموړی ټینګار کوي او وايي، هڅې یې پېل کړي، چې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره به پر کورنیو سیلانیانو سربېره، د بهرني سیلانیانو پام هم دغه ولایت ته را واړوي.

د نوموړي په خبره دره نور، کامه، خوږیاڼي، لعلپوره، بټي کوټ او شینواري هغه ولسوالۍ دي، چې سږکال ورته په زیاته کچه کورني سیلانیان ورغلي دي.

د ننګرهار شمال ختیځ لورته د کامې ولسوالۍ د پاکې هوا، د کونړ سیند مستو څپو، کبانو، ګوړې ګاڼۍ، شیریخ او ښکلو منظرو له امله مشهوره ده.

یادې ولسوالۍ ته له لېرې ځايونو خلک د مېلو، منظرو او سيل لپاره ورځي.

سید ناصر له خپلو ملګرو سره د کندهار ولایت څخه کامې ولسوالۍ ته په چکر ورغلی وایي، دا یې لومړی ځل دی چې ننګرهار او بیا د کامې ولسوالۍ ته سفر کوي.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لازمو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.

دغه راز د کامې ولسوالۍ ځايي خلکو د سيند پر غاړه د سيلانيانو د ناستې او مېلې لپاره ځايونه جوړ کړي چې کپه يې بولي.

دوی دغه کپې د يوې ورځې او یا څو ساعتونو لپاره سیلانیانو ته په کرايه ورکوي او نږدې دغه کار يې کاروبار ګرځېدلی دی.

نادر خان چې د کونړ سیند پر غاړه یې د سیلانیانو لپاره دا ډول ځانګړي ځایونه جوړ کړي وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ او تفریح ځایونو ته د ښځو پر ورتګ له بندیز سره یې کاروبار کمرنګه شوی دی.

بلخوا په ننګرهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست چارواکو ویلي، چې عمومي پارکونو ته یې ځکه د مېرمنو د ورتګ مخه نیولې چې د دوی په خبره مېرمنو اسلامي اصول او افغاني دود او فرهنګ په پام کې نه نیوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه