اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د «ناپیژانده» وسله والو په ډزو کې د یوې کورنۍ دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سیمې اوسیدونکی حسام جان وایي، چې پېښه تیره شپه (شنبه، ٢٣ د مرغومي) د کامې ولسوالۍ د ککل باجوړو قریې اړوند «میرانو» کلي شوې ده.
د نوموړي په خبره «ناپیژانده» وسله وال په یاد کلي کې پر یو کور ور اوښتي او بیا یې د کورنۍ پر غړو ډزې کړي، چې پر مهال یې یو کس وژل شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.
نوموړی زیاتوي یاده کورنۍ په اصل د کونړ ولایت اوسیدونکې ده چې اوس مهال په کامه کې اوسیږي.
که څه هم د یادې پېښې لامل لا څرګند نه دی، خو په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په اړه یې پلټنې پېل کړي چې جزیات به یې وروسته شریک کړي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
له دې درې اوونۍ وړاندې هم په کامې ولسوالۍ ناپیژانده وسله والو د یوې کورنۍ یو غړی وژلی و او یو بل یې ټپي کړی و.
په دې وروستیو د ننګرهار په بیلابیلو سیمو دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې عام خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
