ایکسپریس ټریبیون: مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي

Photo: ARG_1880

اطلاعات روز: پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، دا ليدنې جلا – جلا ترسره شوې دي.

دې رسنۍ زياته کړې چې طالبانو او د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند دا ليدنې نه دې تاييد کړې.

د پاکستان دولت د تحریک طالبان پاکستان په نوم ډله يوه «تروریستي» ډله بولي او تر اوسه يې له طالبانو په ځلونو غوښتي چې په افغانستان کې د دې ډلې د رهبرانو پر ضد دې اقدام وکړي.

همدا راز دې هيواد له طالبانو د حافظ ګل بهادر د نيولو او پاکستان ته يې د سپارلو غوښتنه کړې.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې دننه د دې کسانو حضور نه دی منلی او د ټي ټي پي د غړو شتون يې د «وزيرستاني کډوالو» په نوم تاييد کړی دی.

مولانا فضل الرحمان د تېرې اونۍ د يکشنبې په ورځ د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د سفر موخه يې د طالبانو او پاکستان تر منځ د ناسم پوهاوي ختمول و.

ده په کابل کې له طالب چارواکو سره د ليدنې تر څنګ په کندهار کې د دې ډلې له مشر هبت الله آخوندزاده سره هم وليدل، خو د دې ليدنې په اړه دواړو لورو کوم جزييات نه دې خپاره کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مولانا فضل الرحمان سفر يو «شخصي» سفر بللی او ويلي يې دي چې دا سفر له دې هيواد سره کومه اړه نه لري.

خو د ایکسپریس ټریبیون په راپور کې د ځينو سرچينو له خولې ويل شوي چې مولانا فضل الرحمان به له سفره تر راستنېدو وروسته په دې اړه پاکستاني چارواکو ته معلومات ورکړي او د دې هيواد چارواکي «لېواله» دي چې د طالبانو له مشر سره د ده له ليدنې خبر شي.

دې رسنۍ په خپل راپور کې زياته کړې چې د طالبانو مشر له مولانا فضل الرحمان سره په ليدنه کې وړانديز کړی چې د پاکستاني چارواکو او د دې هيواد د تحریک طالبان تر منځ خبرې د قطر د دفتر په شمول د دې ډلې په دفترونو کې کېدلای شي.

مګر پاکستاني دولت په دې وروستيو کې په ټينګار ويلي چې د دې هيواد له تحریک طالبان ډلې سره خبرو ته چمتو نه دي او له طالبانو يې غوښتي چې دې ډلې ته دې اجازه نه ورکوي چې د پاکستان پر خلاف د افغانستان خاوره وکاروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه