اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رییسې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي چې «دا نيونې لویه بدنامي لري او ښځې له زيات خطر سره مخ کوي».
يوناما نن (پنجشنبه، ۲۱ د مرغومې) د طالبانو له لوري د اسلامي حجاب او قوانينو د نه رعايتولو په ادعا سره د ښځو او نجونو د خپلسرو نيونو په اړه اعلاميه خپره کړې او ژوره اندېښنه يې ښوولې ده.
دې بنسټ ويلي چې په کابل او دايکندي ولايت کې يې د جنورۍ له لومړيو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري د حجاب د احکامو د تنفيذ يو شمېر کمپاينونه ثبت کړي دي.
د يوناما په اعلاميه کې راغلي چې په کابل کې «زيات شمېر ښځو او نجونو ته اخطار ورکړل شوی دی او يا هم نيولې شوې دي». همدا راز د يوناما په وينا، د دايکندي په مرکز نيلي ښار کې هم ښځې او نجونې نيول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي رييسې روزا اوتنبايوا ويلي چې «د افغان ښځو او نجونو لپاره د فزيکي تاوتريخوالي په ګډون جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي».
دې ويلي: «نيونې لویه بدنامي لري او افغان ښځې له نور خطر سره مخ کوي. دا چاره عمومي باور ختموي.»
يوناما زياته کړې، ويره لري چې فعلي ځپنه به ښځې د خپلسرو نيونو د وېري له وجې نورې هم منزوي کړي او په کور کې به نارينه وو ته د ځپونکو اقداماتو د کولو چاپېريال برابر کړي.
يوناما زياته کړې چې دا موضوعات يې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په شمول له واکمنې ډلې سره شريک کړي او د نيول شويو کسانو د ژر ازادېدو غوښتنه يې کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې يو شمېر ښځې چې «بې حجابي» يې دودوله، تنبيه شوې دي. د ده له ادعا سره سم، ښځې د خپلو کورنيو په حضور کې د يو څه مهال لپاره د طالبانو په امنيتي حوزو کې بنديانې وې او بيرته خوشي کړل شوې دي.
يوناما همدا راز په خپله اعلاميه کې ويلي چې د نيول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره «بايد يو محرم يا نارينه سرپرست يو ليک لاسليک کړي، تر څو په راتلونکې کې ضمانت وکړي او کنه مجازات به شي».
دې دفتر ويلي چې د ښځو د ازادۍ په بدل کې د پیسو د غوښتنې ادعاوې هم پلټي.
د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو نيونې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د بشر حقونو فعالانو د طالبانو دا کار غندلی او د نيونو د درېدو غوښتنه يې کړې.
