ملګري ملتونه: افغانستان کې پر ښځو بنديز د ۶۰۰ او يو ميليارد ډالرو ترمنځ اقتصادي زيان اړولی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پراختيايي دفتر (يو اين ډي پي) وايي، اټکل کېږي چې پر ښځو د طالبانو لګېدلو بنديزونو له ۶۰۰ څخه تر يو ميليارد ډالرو پورې اقتصادي زيان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې او په اسيا – اقيانوسيه کې د دې سازمان د پرمختيايي دفتر سيمه‌ييزې مديرې کاني ویګناراجا يوې المانۍ ټولنې ته ويلي، چې واک ته د طالبانو رسېدل د افغانستان لپاره د عطف نقطه وه.

هغه ويلي، چې افغان وګړي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او نږدې ٨٥ سلنه يې د ورځې له يو ډالر څخه په کمو پيسو ژوند تیروي. د بې وزلۍ د کرښې نړیوال معیار په ورځ کې ۱.۹ ډالره دی، او د دې څخه ښکته عاید غربت ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکي په وينا، د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته وضعيت په پام وړ توګه بدتر شوی او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره چې اوس له سختو بنديزونو سره مخ دي او له زده کړو او کار څخه بندې شوې دي.

کاني ويګناراجا زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر له دې وضعيت سره سازګار شوی او د «ابادۍ» تر نوم لاندې يې په محلي کچه د پرمختيا هڅې پېل کړې دي.

دې ويلي: «موږ د ښځو تر مالکيت لاندې د دندو پر مستقيم ملاتړ، د دندو پر رامنځته کولو، بنسټيزو ټولنيزو خدماتو، تجديد منونکنو انرژيو او د ريسک پر مديريت تمرکز کوو تر څو محلي اقتصادونه فعال وساتو او خوراکي امنيت او انرژۍ تضمين کړو، د خلکو د ژوند وضعيت ښه کړو او د افاتو په وړاندې يې خونديتوب وکړو.»

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي دفتر تازه څيړنې ښيي چې د افغانستان ناخالص واقعي داخلي توليد له ۲۰۲۰ کال څخه تر اوسه ۲۹ سلنه کم شوی او نزولي بهير يې روان دی.

دې ويلي، اټکل کېږي چې يوازې د ښځو پر حقونو بنديزونو د ۶۰۰ ميليون څخه تر يو ميليارد ډالرو پورې اقتصادي زيان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي برنامې مديرې په هرات کې وروستۍ زلزلې ته په اشارې سره ويلي، چې شاوخوا يو زر او ۴۰۰ تنه په کې مړه شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو او له همدې کبله ۱۵۰ زره نور زيانمن شوي دي.

دې زياته کړې، چې «که هر ځای وګرزئ، تاسو به پراخه ويجاړي ووينئ.» د دې په وينا، د ښوونځيو، لارو، کلينيکونو او د اوبو د تأمين سيسټمونو په څېر بنسټيز جوړښتونه سخت زيانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زياته کړې، چې دې زلزلې په افغانستان کې خوراکي ناامني نوره هم سخته کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه