اطلاعات روز: په خوست ولايت ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې يو کس د خپلې خسرګنۍ د کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.
سرچينه زياتوي چې دا پېښه تېره شپه (سېشنبه، ۱۹ د مرغومې) د تڼيو ولسوالۍ اړوند په «نريزي» سيمه کې رامنځته شوې او په وينا يې چې دغه کس خسر، خواښې، دوه خوښينې او يو اوښی په ډزو وژلي دي.
بل پلو د خوست ولايت لپاره د طالبانو له امنيې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې پېښه کې ښکېل کس يې نيولی او په خپل جرم يې اعتراف هم کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دا کس «راګل» نوميږي او ۳۳ کاله عمر لري.
تر اوسه لا هم څرګنده نه ده چې راګل نومې شخص ولې د خپلې خسرګنۍ غړي وژلي دي.
