اطلاعات روز: ننګرهار کې د نیالګیو پلورونکي شکایت کوي چې سږ یې بازار د تېر کال پرتله بې خونده دی.
عبدالمتین په جلال اباد ښار کې د نیالګیو پلورونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې له تیروڅو کالونو راپه دیخوا نیالګي او زینتی بوټي خرڅوي، خو وايې چې د نورو کالونو په پرتله سږکال د نیالګیو او زینتي بوټو د اخیستلو بازار سوړ شوی دی.
نوموړی د نیالګیو اخیستونکو د کموالي لامل د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی، په هیواد دننه د نیالګیو کمه روزنه او نور لاملونه دي. عبدالمتین زیاتوي: «زه د نیالګیو کاروبار کوم خو سږکال نسبت تیرو کلونو ته بازار ډیر خراب دی. څوک په اسانۍ نیالګیو اخیستو ته زړه نه ښه کوي او لامل یې هم د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی او د نیالګیو کموالی دی.»

په همدې حال کې د نیالګیو اخیستونکي بیا د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وایې، ډیر خلک د بیو د لوړوالي له امله د نیالګیو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.
احمد شاه د ننګرهار اوسیدونکی دی هغه د دې ولایت پر کرنې ریاست نیوکه کوي او وایې، د یادې ادارې د مسوولینو د بې غورۍ له امله نه یوازې د نیالګیو بیې لوړې شوي بلکې تراوسه یې په دومره اندازه نیالګي نه دي روزلي چې په کور دننه دخلکو اړتیاوې پوره کړي.
هغه زیاته کړه: «تیر کال د نیالګیو بیې دومره نه وې لوړې لکه سږکال چې لوړې شوي، له کرنې ریاست غوښتنه کوو، چې زیات نیالګي ورزوي تر څو د نیالګیو بیه هم راټيټه شي او هم خلک زړه ښه کړي چې واخلي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایې، چې سږ کال يې په دې ولایت کې د نیالګیو د کینولو لپاره پوره چمتوالی نیولي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سږکال یې د کرنې ریاست په بیلابیلو روزنځایونو کې ۳،۲ میلیونه نیالګي روزلي چې له ډلې به یې له دوه سوو زرو زیات نیالګي د کر لپاره به یې ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې پر خلکو وویشي.
سبحاني زیاته کړه: «مونږ سږکال ۳.۲ میلیونه نیالګي په بیلابیلو قوریو کې روزلي او له دوه لکو زیات نیالګیو مو بازار ته وړاندې کړي او د دې ترڅنګ مو له ځینو نورو ادارو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي ترڅو په عامه ځایونو کې هم نیالګي کینول شي.»
هر کال د پسرلي په رارسیدو عام خلک په خپلو سیمو کې د خپلې خوښې نیالګي کینوي خو سږنیو لوړو بیو ته په کتو ښایي چې ډیری خلک نیالګیو کینولو ته زړه ښه نه کړي.
