په ننګرهار، لغمان او بغلان کې د دریو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: په ننګرهار، لغمان او بغلان ولایتونو کې د دریو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې نن (چهارشنبه، ٢٠ د مرغومي) مازدیګر ۴:۰۰ بجې د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند «لنډي خیبر» سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.

هغه زیاتوي، چې یو ویکسار ډوله موټر د ګړندي تګ له امله له یوې ونې سره ټکر کړی، چې پرمهال یې په موټر کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژوبل شوي دي.

په ورته مهال لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت چارواکي خبر ورکوي، چې نن ماسپښین ۳:۰۰ بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «مشالی کمر» سیمه کي یو فلډر او سراچه موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې پرمهال یې دواړو موټرو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز د بغلان ولايت په مرکز کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

بغلان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ له لوري په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د بغلان د مرکز پلخمري ښار اړوند «خواجه الوان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې قومندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه پيښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې يو کرولا ډوله ټکسي موټر له بغلان ولايت څخه د مزارشريف په لور روان و او په لاره کې یې له یو بار وړونکي کوماز موټر سره ټکر کړی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دغې پيښې په ترڅ کې د کرولا موټر چلوونکى وژل شوى او پنځه تنه نوره سپرلۍ ټپيان شوي دي.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې دریواړه ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

د سړکونو خرابوالی، د موټرو ګړندی تګ، او ترافیکي اصولو نه مراعات کول هغه لاملونه دي چې ډیر کله د دا ډول پیښو لامل ګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه