خوست کې د موټرو په ښېښو د ناسمو پیغامونو لیکل په سیالۍ بدل شوی

انځور: خواله رسنۍ

په خوست ولايت کې موټر چلوونکي په خپلو وسايطو بېلابېلې ليکنې کوي، چې دا په دغه ولايت کې د موټر چلوونکو ترمنځ په يوې سيالۍ بدل شوی، چې خلک يې په ټولنه کې يو ناسم فرهنګ بولي او د طالبانو له اړونده مسوولينو یې د مخنيوي غوښتنه کوي.

په ياد ولايت کې د طالبانو د ترافيکو او ترانسپورټ ادارو مسوولين وايي، پرېکړه يې کړې چې په نقلیه وسايطو او ټکسي موټرو به د ليکنو مخنيوی وکړي.

خوست د هيواد له ګڼې ګوڼې ډکو ولايتونو څخه دی، چې په بې شمېره ډول په کې لوی او واړه موټر چلېږي، موټر چلوونکي يې هڅه کوي چې د خپلو موټرو په بېلابېلو برخو پيغام ورکوونکې جملې وليکي او دا په دغه ولايت کې په سيالۍ بدل شوی دی.

د خوست اوسېدونکي دا يو ناسم او د ټولنې لپاره په زيان فرهنګ ګڼي او وايي، که يې مخه و نه نيول شي افغان کلتور ته به زيان ورسوي.

د دې ولايت د مرکز اوسېدونکي ابراهيم اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د خوست اکثره موټر چلوونکي په سيالۍ شوي او ځينې داسې ليکنې پر خپلو موټرو کوي چې يو ناسم پيغام لېږدوي.

نوموړی زياتوي، که يې مخه و نه نیول شي، دا به په يو خراب رواج بدل او وروسته به يې کنټرول سخت کار وي.

هغه وايي: «خوست کې رښتيا هم ځينې ډریوران شته البته ډېر زيات چې په خپلو موټرو يې داسې جملی او ليکنې کړې وي، چې سړی پرې شرميږي او د خوستي ولس نوم يې پرې بد کړی دی، زمونږ هيله دا ده چې حکومت بايد د دې مخه ونيسي او موټر چلوونکي پرې نه ږدي، چې بې ګټې پيغامونه نورو خلکو ته وړاندې کړي.»

د ياد ولايت يو بل اوسېدونکی زمرک بيا د ترافيکو او ترانسپورټ ادارې مکلفې ګڼي، چې د ترافيکي او ترانسپورټي قوانينو خلاف کړنو مخنيوی وکړي، هغه وايي، ځينو ډریورانو پر خپلو موټرو ناسمې جملی ليکلې وي او ځينو نورو بيا د ترافيکي اصولو خلاف ليزري څراغونه په خپلو موټرو کې نصب کړي وي، چې دا د ترافيکي قوانينو خلاف عمل بولي او له اړونده يادو شويو ادارو يې د کنټرول او مخنيوي غوښتنه کوي.

زمرک وويل: «يوه ستونزه خو په موټرو د جملو ليکل دي، د دې تاوان دا دی چې عامه افکار خرابوي، خو بله مهمه ستونزه چې مخنيوی او کنټرول يې اړين دی هغه د تېزو او ليزري څراغونو په لګولو او استعمال بنديز دی، ځکه د دې تاوان دا دی چې ترافيکي پېښې ورسره زياتيږي.»

خوست کې د موټرو په ښېښو ليکنې په تېرو دوو کلونو کې په بېساري ډول زياتې شوې دي. انځور: خواله رسنۍ

په ورته مهال خوست کې د خوست – کابل لارې ټکسي چلوونکی درویش لکڼوال هم په موټرو د ناسمو پيغامونو ليکلو موضوع له ترافيکي او افغاني اصولو خلاف کړنه بولي او وایي، چې په دې برخه کې ځينو موټر چلوونکو سيالۍ پېل کړې او په مخنيوي يې ټينګار کوي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته داسې وويل: «زه ډېر وخت له داسې مسايلو سره مخ کېږم، باور وکه چې د خوستیانو ډریورانو ځينې هغه جملی چې پر خپلو موټرو يې ليکلې وي، خجالته شم، مثلآ يو ليکلي و «و مې تړئ ريغ نه يم» ښه نو دا څه مانا ورکوي، خو يوازې دا چې ډريور خلکو ته ځان ليونی معرفي کوي.»

په همدې حال کې د خوست ولايت لپاره د طالبانو ترافيکو او ترانسپورټ رياستونو مسوولين هم دا جدي ستونزه يادوي او وايي، پرېکړه يې کړې چې د ترافيکي اصولو خلاف په موټرو ليکنې او اشارو مخنيوی به وکړي.

دوی له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، چې د نظاميانو له سختۍ وړاندې په خپله خوښه يادې ليکنې پاکې او بې ځايه اشارې لېرې کړي.

دغو ادارو خلکو ته دا خبرتيا په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې، چې د خوست اوسېدونکي يې هم هرکلی کړی او په عملي کېدو يې ټينګار کوي.

پر موټرو د ليکنو سربېره ځينو موټر چلوونکو تېز څراغونه هم لګولي چې دې چارې د ترافيکي پېښو په ګراف کې هم لوړوالی راوستی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه