اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکی خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د تورخم ګمرک منسوبینو د بې کیفیته یونانی او طبي درملو د هغه محمولې د واریداتو مخه نیولې له پاکستانه هیواد ته را واریدیدل.
د ننګرهار ګمرک لپاره د طالبانو رییس محمد خالد منظور احمد وایي، منسوبینو یې تیره ورځ (سې شنبه، ١٩د مرغومې) د اکرام شفیق شرکت په څلور وارداتي محمولو کې ۸۵ بستې، چې ټول وزن یې ۴۱۹۰ کیلو ګرامه کېږي، لسګونه ډوله طبي، یوناني بې کیفیته درمل او غیر معیاري طبي وسایل نیولي دي.
نوموړی زیاتوي چې نیول شوي درمل او وسایل په ډېر مهارت سره په سوداګریزو اموالو کې ځای پر ځای شوي وو.
د هغه په خبره، هڅه کوي چې هېواد ته د بې کیفیته توکو، غیر معیاري وسایلو او ممنوعه اجناسو د واردېدو مخه ونیسي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبره کوي.
بلخوا عام خلک وایي، چې لاهم بې کیفیته طبي درمل د تورخم له لارې په قاچاقي ډول هیواد ته را واریدیږي او بیا په درملتونونو کې د اصلی درملو په نوم پلورل کېږي.
