اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې يو ځوان د اوبو څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.
سرچينه زياتوي چې پېښه نن (سې شنبه، ۱۹ د مرغومې) د خوښۍ ولسوالۍ اړوند په «کاريزو سليمان خېل» سيمه کې رامنځته شوې او د «نیاز محمد» په نوم ۱۵ کلن ځلمی پکې مړ شوی.
د لوګر لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسوولينو هم محلي رسنيو ته پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې نوموړی په خپله کرنيزه ځمکه کې د کار کولو پرمهال څاه ته لوېدلی دی.
د هيواد په ځينو ولايتونو کې وخت ناوخته څاګانو ته ماشومان تر لوېدو وروسته مري او نن هم د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې له يوې څاه د مړ شوي ماشوم جسد راوايستل شو.
