اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان څخه غوښتي چې اسلام اباد ته دې د طالبانو «څرګند پيغام» انتقال کړي چې دا ډله په سيمه کې د امنيت او ثبات غوښتونکې ده او هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف وکاروي.
مولانا فضل الرحمان د طالبانو په بلنه د پاکستاني علماوو د يوه پلاوي په مشرۍ پرون (يکشنبه، ۱۷ د مرغومې) کابل ته راغلی دی.
دې پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير او د دې ډلې د کابينې له يو شمېر غړو سره ليدلي دي.
د ارګ پر پاڼه له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، عبدالکبير هېله ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په ټينګښت او «سوء تفاهماتو په کمولو» کې به د پاکستاني علماوو سفر اغېزناک ثابت شي.
د طالبانو دې چارواکي زياته کړې چې دا ډله له ټولو ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي توګه پاکستان سره ښې او پر درناوي ولاړې اړيکې غواړي.
ده ويلي، چې طالبان ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به د هيچا پر خلاف خطر او ګواښ نه پېښېږي او «غوره ده چې د رسنيزو ادعاوو او پروپاګنډ پرځای پر واقعيتونو بحث وشي».
اوس مهال پاکستاني چارواکي وايي، چې ټي ټي پي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې پناه ځايونه لري او د دې هيواد له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي.
په پاکستان تر وروستيو بريدونو وروسته د دې هيواد اړيکې له طالبانو سره ترينګلې شوې دي. اسلام اباد د طالبانو سفير احضار کړ او له طالبانو يې وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو رهبري دې ونيسي او دوی ته دې وسپاري.
د ترينګلتياوو تر زياتېدو وروسته، طالبانو مولانا فضل الرحمان ته ځانګړی پيغام ولېږه او هغه يې کابل ته راوباله.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې فضل الرحمان کابل ته په تلو خوښي ښودلې او ويلي يې دي چې «دواړه اسلامي هيوادونه» ګڼ مشترکات لري او ستونزې بايد د خبرو-اترو له لارې حل شي. ده ويلي: «موږ بايد د يوه-بل په ګټه د همکارۍ زمينې برابرې کړو او له يوه بل سره مرسته وکړو.»
دې پاکستاني ديني عالم زياته کړې چې د افغان کډوالو د ايستلو لپاره د پاکستان د دولت پرېکړه غندي.
پاکستاني دولت د تېر کال په اکټوبر مياشت کې اعلان وکړ چې بې اسناده کډوال بايد له پاکستانه ووځي، کنه وبه شړل شي. د وروستيو مياشتو پر مهال د افغانستان شاوخوا نيم ميليون وګړي اړ شول چې هيواد ته راستانه شي.
د طالبانو د رییس الورزا مرستيال د پاکستاني علماوو له پلاوي سره په ليدنه کې ويلي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی ايستل باید ودرول شي.
