په لوګر ولايت کې لسګونه درملتونونه شته، ځينې يې قانوني جواز نه لري او یو شمیر نورو کې بيا د ټيټ کيفيته درملو پلور کېږي، چې دې ستونزې د لوګر اوسېدونکي اندېښمن کړي او د طالبانو له عامې روغتيا رياست څخه يې د مخنيوي غوښتنه کوي.
د دغه ولايت د اوسېدونکو په خبره، چې په مرکز پل عالم کې په ګڼو درملتونونو کې د شخصي ګټې لپاره ټيټ کيفيته درمل پلور ته وړاندې کېږي چې ناروغانو ته د ګټې پر ځای ګڼې نورې ناروغۍ پيدا کوي.
په ورته مهال هيواد کې د طالبانو د خوړو او درملو ملي ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ميلادي کال د جنوري په دريمه نېټه يې د څار ډلې په مرکز پل عالم کې ګڼې هغه هټۍ تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل او يا یې هم په خلکو بې کيفيته او له وخته تېر درمل پلورل.

د پل عالم يو تن اوسېدونکی روح الله وفا وايي، په درملتونونو کې درې هغه مسايل او ستونزې شته چې په روغتيايي سيستم يې د خلکو باور زيانمن کړی، هغه زياتوي چې ځينې درملتونونه قانوني جواز نه لري، ځينې بې کيفيته درمل پلوري او يو شمېر نورو کې بيا غیر مسلکي کسان کار کوي چې د ناروغ له تشخيص پرته ورته ناسمه دوا ورکوي.
وفا د دغې ستونزې د کنټرول لپاره د طالبانو د روغتيا رياست مسوول ګڼي او زیاتوي، چې دغه ریاست باید ناقانونه درملتونونه بند، هغه دوا چې کيفيت يې خراب وي او يا هم له وخته تېره شوې وي راټوله او د غير مسلکي کسانو مخنيوي برخه کې هم کوټلي ګامونه واخلي.
نوموړي وويل: «دلته زمونږ په لوګر کې روغتيايي سيستم ځکه زيان ليدلی چې د دواخانو کې مسلکي کسان ډېر کم دي، هغه درمل خرڅیږي چې يا له وخته تېر وي او يا هم په ټيټ کيفيت راوړل شوي وي او بله ستونزه د قانوني جواز نه درلودل دي، نو زمونږ هيله دا ده چې عامې روغتيا رياست بايد له دې په کلکه نظارت وکړي او مخه يې ونيسي.»
د دغه ولايت اوسېدونکي د درمل پلورونکو سربېره د هغو پاکستاني کمپنيو له خوا د فعاليتونو بندېدو غوښتنه کوي، چې هيواد او په تېره بیا لوګر ته په ټيټ کيفيت درملو راوړي او دلته يې د خپل کاروبار د غوړېدو لپاره په درملتونونو پلوري.
د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل قادري وايي، که د درملو کمپنيو نظارت او مخه و نه نیول شي، په درملتونونو فشار او تړل یې بې ګټې بولي.
هغه زياتوي، چې د دې لپاره بايد لوګر کې د هغو کمپنيو فعاليتونه وڅاري چې له پاکستان او نورو هيوادونو درمل او نور روغتيايي مواد واردوي.
نوموړي په دې اړه وويل: «دلته لوګر کې ځينې پاکستاني کمپنيو نماينده ګي شته چې له هماغه هيواده د کاروبار او پيسو ګټلو لپاره درمل را واردوي او دلته يې په دواخانو ولا باندې خرڅوي، نو د هغو درملو کيفيت ځکه ټيټ وي چې هلته په فرمايشي ډول ترې غوښتنه کېږي چې دومره اندازه مواد په کې ګډ کړئ، نو اړينه دا ده چې د درملو کمپنيو نماينده ګانې بايد وڅارل شي.»

لوګر کې د ځينې درمل پلورونکي هم د بې کيفيته درمل واردات او خرڅلاو مني او وايي، يو شمېر درملتونونو څښتنان دغه درمل له پاکستاني کمپنيو واردوي چې خلکو ته يې روغتيايي ګټه کمه، خو درمل پلورونکي ته ښه مالي ګټه کوي.
په مرکز پل عالم کې مو د درملو له يو تن پلورونکی نور زمان وپوښتل چې د کم کيفيته درملو د پلور سربېره داسې کسان شته چې روغتيا برخه کې زده کړې ونه لري او اوس په درملتونونو کې درمل پلوري؛ نوموړي په جواب کې دا له کلونو پخوا ستونزه يادوي او وايي، ځينو کسانو چې هيڅ زده کړې يې هم نه درلودې اوس ورته د مسلکي ډاکټرانو لقبونه ورکړل شوي دي.
زمان د عامې روغتيا رياست له خوا له درملتونونو څارنه ګټوره کړنه بولي او په دوام يې ټينګار کوي.
هغه داسې وویل: «قانوني جواز نه درلودونکي او په کې غير مسلکي کسان چې درمل پلوري يا ټيټ کيفيته دوا په کې څرخيږي دا بلکل شته، زه داسې کسان هم پېژنم چې په درملو يا فارمسي برخه کې هيڅ روغتيايي اسناد نه لري، خو دلته يې خلک يو تکړه ډاکټر بولي، نو دا ډول کسانو په هغو درمل پلورونکو هم د خلکو باور راکم کړی چې قانوني چليږي او با کيفيته درمل خرڅوي.»
په لوګر ولايت کې د طالبانو د روغتيا رياست مسوولين وايي، دوی تل هڅه کړې چې له شخصي درملتونونو او روغتيايي مرکزونو پر وخت څارنه وکړي او له وخته د تېرو درملو پلور مخه هم ونيسي.
دغه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې تېره اونۍ يې له خپلو ټولنيزو رسنيو نشر کړې له درملتونونو د راټولو کړو بې کيفيته او له وخته د تېرو درملو يادونه يې په کې کړې ده.
په همدې حال کې بيا هيواد کې د دغې ډلې د خوړو او درملو ملي ادارې د روانې جنوري مياشتې په دريمه نيټه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره لوګر کې د هغو درملتونونو د تړلو خبر ورکړی چې قانوني جواز يې نه درلوده او يا يې هم له وخته تېر او بې کيفيته درمل په خلکو پلورل.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دوی د څار ټيمونو په مرکز پل عالم کې له ۱۶ درمل پلورونکو او درمليزو تاسيساتو څخه څارنه کړې چې په ترڅ کې يې يو باب عمده د درملو پلورونځی او ۹ بابه درملتونونه د قانوني اسنادو نه درلودلو، له يو ځای څخه بل ته په ناقانونه توګه انتقال او د مسلکي کسانو نه درلودلو په غبرګون کې تړلي دي.
خبرپانه کې ويل شوي چې له يادو درملتونونو له وخت تېر او بې کيفيته درمل هم راټول شوي دي.

د لوګر د اوسېدونکو په وينا که څه هم د مرکز پل عالم له درملتونونو وخت ناوخت څارنه د بې کيفيته درملو د پلور مخنيوی کوي، خو دوی لېرې پرتو سيمو او ولسواليو ته د دې چارې په غځېدو ټينګار کوي او وايي، هغه درمل چې له وخته تېر وي درمل پلورونکي يې د ولسواليو په لېرې پرتو درملتونونو خرڅوي، ځکه چې هلته د روغتيا رياست د مسوولينو له څار لېرې او په ښه ډول ورته د خرڅلاو زمينه برابريږي.
د معلوماتو له مخې لوګر کې اوس مهال له ۲۰۰ ډېر ملتونونه فعاليت لري چې ځينې يې لاهم قانوني جواز نه لري او د غير مسلکي کسانو له خوا په خلکو درمل پلوري.
