اطلاعات روز: د جمعیت علماء پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر هبت الله آخوندزاده سره وويني.
د جمعیت علماء پاکستان مشر پرون (جمعه، ۱۵ د مرغومې) د ازادۍ راډيو پښتو څانګې «مشال» راډيو ته ويلي چې دا سفر به په راتلونکو څو ورځو کې وشي.
که دا سفر وشي، مولانا فضل الرحمان به دویم بهرنی چارواکی وي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته به د دې ډلې له مشر سره ويني.
تر دې وړاندې د قطر لومړي او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر سره ليدلي او خبرې کړې وې.
مولانا فضل الرحمان مشال راډيو ته ويلي چې دی به افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه کېدو هڅه وکړي او د دې ډلې له چارواکو سره به د تحريک طالبان پاکستان په شمول د بېلابېلو مسايلو په تړاو خبرې وکړي.
د جمعیت علماء پاکستان ګوند مشر ويلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پاکستاني چارواکو هم له ده سره خپل نظر شريک کړی دی، تر څو يې طالب چارواکو ته ورسوي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر يو شخصي سفر بللی و او په دې اړه يې څه نه و، ويلي.
افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر د طالبانو په بلنه ترسره کېږي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان په بلنې سره دا ډله غواړي چې «د تبليغاتو مخه ونيسي او د پاکستان له خلګو سره واقعيتونه شريک کړي».
