د عملي زده کړو لپاره مناسبې اسانتیاوې، علمي سفرونه او په کونړ پوهنتون کې د څېړنې په برخه کې د وسایلو کمښت هغه ستونزې دي، چې د یاد پوهنتون زده کړیالان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
دوی که څه هم له نظري زده کړو تر یو بریده خوښ دي، خو د طالبانو له لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
آخوا د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي، چې د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د زده کړیالانو ستونزو حل ته یې پام دی او د حل لپاره به یې عملي ګامونه پورته شي.
زده کړیالان وايي، د عملي زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دې برخې ته دې ځانګړی پام وکړي، ترڅو له فراغت وروسته د دندې پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم کال زده کړیال حضرت الله نسیم وویل: «زمونږ نظري زده کړې تر یو حده ښې دي، ځکه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې استادان لرو، خو د عملي زده کړو لپاره راته سم پام نشته؛ ځکه لابراتوار او څېړنیز فارم کې مو د ځېنو شیانو کمبود دی، چې په هغې کې غواګانو، وزو، مېږو او نورو شیانو ته ضرورت دی، زمونږ له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه دا ده، چې مونږ ته د عملي کار لپاره دې لابراتوار او تحقیقي فارم مجهز کړي.»

د یاد پوهنتون زده کړیالان دغه راز د عملي زده کړو ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ د علمي سفرونو له نشتوالي سر ټکوي.
دوی وايي، د زده کړیالانو د علمي سویې د لا پورته کېدو په موخه د ولایتونو د پوهنتونونو ترمنځ علمي سفرونو ته اړتیا ډېره ده او د طالبانو له لوړو زده کړو وزارت غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده کړیال سبحان الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ چې پوهنتون ته کامیاب شوي یو، نو مونږ لا تر اوسه د کوم بل ولایت پوهنتون ته علمي سفر نه دی کړی.»
بل لور ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، چې څه موده وړاندې یې دغه ولایت ته سفر کړی و، د کونړ پوهنتون کې ستونزې مني، خو وايي دې برخې ته یې پام دی او هڅه کوي، چې د زده کړیالانو شته ستونزې حل او مناسبې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.
نوموړی زیاتوي: «د کونړ پوهنتون د لابراتوار لپاره د امکاناتو خریداري شوې او ژر به ورته راوړل شي، چې په عملي زده کړو کې د محصلینو ستونزې کمې شي.»
د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون که څه هم د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې فوق العاده استادان لري، خو شکایتونه دا دي، چې دغه پوهنتون د دوکتورا په کچه استادان نه لري، چې له امله یې د زده کړیالانو ستونزې په بشپړ ډول نه حل کېږي.
کونړ پوهنتون چې له ننه شاوخوا دیارلس کاله وړاندې جوړ شوی، د کرنې، کمپیوټر ساینس، ښوونې او روزنې، اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي لري او په دغو پوهنځیو کې شاوخوا څلور زره زده کړیالان پر زده کړو بوخت دي.
