د ايران په کرمان کې دوې چاودنې؛ د وژل شويو شمېر ۱۰۳ ته رسېدلی

اطاعات روز: ايراني رسنيو د دې هيواد د کرمان ولايت د ايمرجنسي د رييس له خولې راپور ورکړی چې نن (چهارشنبه، ۱۳ د مرغومې) مازيګر د قاسم سليماني د څلورم تلين په مراسمو کې دوو چاودنو ۱۰۳ تنه وژلي دي.

ايرنا خبري اژانس د کرمان ولايت د ايمرجنسي د رييس په وينا ليکلي چې په دې چاودنو کې ۱۴۱ تنه ژوبل شوي دي.

د کرمان د ايمرجنسي رييس ويلي چې د ځينو ژوبلو کسانو وضعيت وخيم دی.

وړاندې ايرنا راپور ورکړی و چې په دې چاودنو کې ۷۳ تنه وژل شوي او ۱۷۱ نور ژوبل دي.

د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي ويلي چې لومړۍ چاودنه نن تر ماشپين وروسته پر درې بجې او دويمه چاودنه پر ۳:۲۰ بجې هغه مهال وشوه چې خلګ د لومړي چاودنې د ژوبلو کسانو مرستې ته ور ودانګل.

ده زياته کړې چې زياتره تلفات د دويمې چاودنې په ترڅ کې پېښ شوي.

د ايران د کورنيو چارو وزير ويلي چې اوس مهال په کرمان ښار کې وضعيت عادي او د دې هيواد د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

ده ټينګار کړی دی چې «دا تروريستي اقدام» به د ايران د امنيتي ځواکونو له «ځپونکي او سخت» غبرګون سره مخ شي.

دا چاودنې نن مازيګر داسې مهال شوې دي چې په سلګونو تنو د کرمان په «ګلزار شهدا» نومې سيمه کې د سپاه پاسداران ځواک د پخواني قومندان قاسم سليماني د مړينې په څلورم تلين کې ګډون کړی و.

د ايرنا خبري اژانس له وينا سره سم، لومړۍ چاودنه د قاسم سليماني د ښخېدو د ځای په ۷۰۰ مترۍ او دويمه په يو کيلوميترۍ کې وشوه.

د کرمان د امنيتي والي مرستيال ويلي چې دا ترهګرې چاودنې وې.

تر اوسه هيڅ ډلې او يا هم کوم کس د دې چاودنو مسووليت نه دی منلی.

قاسم سليماني څلور کاله وړاندې په عراق کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه