د ننګرهار د سپین غر، اچین، دور بابا، نازیانو، هسکې مېنې، خوږیاڼو، حصارک، شیرزادو او یو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکي چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د جګړو له امله بې ځايه شوي، اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د یادو بیځایه شویو کورنیو شمېر چې تر ۲۵۰ پورې رسېږي اوس مهال د جلال اباد ښار ختیځ لور ته په غازي امان الله خان ښارګوټي کې په نيمه جوړو کورونو او سوداګريزو مارکېټونو کې ژوند کوي.
د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالباسط د خپلې یوولس کسیزې کورنۍ سره د یاد ښارګوټي په یوه څنډه کې په یوه کرایه کور کې اوسیږي او د ژوند سختې شپې سبا کوي.
نوموړی وايي، چې کورونه يې د تېرو جګړو له امله ړنګ شوي او تراوسه ورته هېڅ دولتي او نادولتي موسېسې پاملرنه نه ده کړې.
عبدالباسط زیاته کړه: «شپږ کاله وړاندې د تیر حکومت عسکرو د اچین په مامند او نور سیمو کې د داعش پر ضد عملیات پېل کړل او جګړې شروع شوې، نو ځکه خو مونږ خپل کورونه ډک پریښودل او څوک جلال اباد ښار، څوک یو ځای او څوک بل ځای شول او زه د خپلې کورنۍ سره دلته غازي امان الله خان ښارګوټي کې اوسیږم؛ دلته زمونږ کلیوال زیات دي او له هیچا سره مرسته نه ده شوې چې اوسمهال له زیاتو ستونزو سره مخ یو او له حکومت او موسېسو د مرستو غوښتنه کوو.»

محمدالله هم له خپلې کورنۍ سره د جګړو له امله د هسکې مېنې ولسوالۍ له «ګور ګورې» سیمې بیځایه شوی و، چې اوسمهال بېرته خپلې مېنې ته ستون شوی.
هغه وایي، د تیر جمهوریت پر مهال یې سیمه د داعش، طالبانو او د تیر حکومت ترمنځ د جګړو تود سنګر و او د همدې جګړو له امله یې د استوګنې کورونه ړنګ شوي، چې اوس یې جوړیدو ته حیران دي.
محمدالله زیاتوي: «د هسکې مېنې ګور ګورۍ سیمه په تېر کې د جنګونو مرکز و او هره ورځ به جګړې وې، کورونه مو له همدې امله وران شوي اوس څوک په کانال پراته دي څوک په بټي کوټ پراته دي څوک په کوټ هر یو غواړي خپل کلي ته راشي، خو ستونزه د کور آبادولو ده وس یې نه لرو؛ مونږ له حکومت او موسېسو غواړو چې ستونزې مو حل کړي او دا کورونه راته جوړ کړي او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.»
ځایي قومي نواب ګل هم مني، چې د تېرو جګړو له امله له دې سیمې سلګونه کورنۍ کډوالې شوي او اوس چې بېرته یې د راتګ تکل کړی د کورونو د جوړولو توان نه لري.
نواب ګل وویل: «هغه کورنۍ چې له دې سیمې بیځایه شوي ټول غواړي بیرته راشي، ځکه دلته یې کورونه دي او دوی د جګړو له امله کورونه پرېښودل، خو اوس چې راځي باید کورونه یې جوړ شي.»
نوموړی د طالبانو پر حکومتي ادارو هم نیوکه کوي، چې له ژمنو سره سره یې ورته د استوګنې کورونه نه دي جوړ کړي.

بلخوا د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس حاجي باز محمد وایي، لومړی سروې کوي او بیا به هغه خلکو ته چې غواړي بیرته خپلو مینو ته ستانه شي د تګ لومړنۍ اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د تېرو جګړو له امله د ننګرهار له لېرې پرتو ولسوالیو مرکز او نږدې ولسوالیو ته سلګونه کورنۍ د بېلابېلو ستونزو له امله بې ځایه شوې وې، چې ګڼې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي او یو شمېر چې اوس هم پاتې دي د بېرته ستنېدو هڅې یې کوي، خو په خبره یې چې بې وزلي یې مخه نیسي او لاسنیوی غواړي.
بازمحمد زیاته کړه: «د تېرو جګړو پر مهال د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو سلګونه کورنۍ بیځایه شوي، د دوی له ډلې ځینې بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوي او دغه راز موسېساتو له دوی سره، د کور جوړولو، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې مرسته کړې او لا هڅه کې یو د دوی لپاره مرستې راجلب کړو.»
زیانمنې شوې کورنۍ وایي، جګړو نه یوازې له رواني اړخه زیانمن کړي بلکې له سخت مالي زیان سره يې هم مخه کړي، چې اوس هم د یادو سیمو خلک د خپلو کورونو د بیارغولو وس نه لري.
دوی وایي، له بېوسۍ ګڼې کورنۍ خپلو اصلي سیمې ته لا نه دي ورغلي او غوښتنه کوي، چې طالبان دې د دوی لاسنیوی وکړي ترڅو دوی خپلو مېنو کې بیرته ژوند پېل کړي.
