اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو د چارواکو او خوستي مشرانو ترمنځ په يوه پراخه غونډه کې طالب چارواکو له قومي مخورو د «نظام» د پايښت لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه خو د قومي مشرانو غوښتنه دا وه چې له خلکو سره دې نرمښت وشي.
دغه غونډه چې نن (دوشنبه، ۱۱ د مرغومې) جوړه شوې وه، د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزارت له چارواکو او طالب ولايتي مسوولینو سره-سره د دې ولايت له مختلفو ولسواليو لسګونه قومي مشرانو هم پکې ګډون کړی و.
طالب چارواکو له قومي مشرانو څخه د همکارۍ د غوښتنې ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې غوښتنو او ستونزو ته به مو رسېدنه کيږي. د دوی په خبره، هغه قومي ستونزې چې له تېرو څو لسيزو راهيسې پر ځای پاتې دي، د حل لپاره يې بايد په ګډه هڅې وشي.
د خوست ولايت قومي مشران وايي چې د هغه نظام ملاتړ کوي چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي.
د دوی په وينا که د اوسني حکومت مسوول چارواکي له خلکو همکاري غواړي، نو دوی دې هم د شته ستونزو د حل لپاره له احتياط او نرمښته کار واخلي.
همدا راز، قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې دي د قومونو تر منځ انډول په پام کې ونيسي او ټولو ته دې مساوي حقونه ورکړي.
